Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو له حضورملاتړ ته اړتيا ده- دانفورد

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

جنرال جوزف دانفورد، چې په پام كې ده په افغانستان كې د ناتو ځواكونو كومانده په غاړه واخلي؛ د امريكا مشرانو جرگې ته وويل:

په افغانستان كې د تېرو څو كلونو د لاسته راوړنو ساتنه  اړينه ده، چې په همدې موخه د امريكايي ځواكونو حضورته هم اړتيا ليدل كيږي.

جنرال دانفورد، چې په افغانستان كې د ناتو ځواكونو د عمومي كوماندان جنرال جان آلن په ځاى ټاكل شوى؛ د جمعې په ورځ(د لړم۲۶) يې د خپل راتلونكي ماموريت په اړه د امريكا مشرانو جرگې د وسله والو ځواكونو جرگه گۍ ته معلومات وركړل.

دانفورد وايي، چې:

د بېلابېلو موخو لپاره تر ۲۰۱۵ز. كال پورې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو له پاتې كيدو ملاتړ كوم. له ۲۰۱۴ز. كال وروسته په افغانستان كې د امريكا ټوليزه موخه د امنتيي لاسته راوړنو ساتنه ده، چې دغه هېواد بيا هيڅكله د ترهگرو په پټنځاى بدل نه شي.

جنرال دانفورد څرگنده كړې، چې:

په افغانستان كې ټاكل شوې موخې ته د رسيدو لپاره د امريكا اصلي پوځي ماموريت بايد د افغان ځواكونو ښوونه او روزنه ، له غير پوځي او ملكي بنسټونو ملاتړ او د ترهگرۍ ضد عملياتو تر سره كول وي.

امريكايي جنرال په داسې حال كې، چې افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد ملاتړ كوي؛ خو ټينگار كوي، چې:

افغان ځواكونه به د ۲۰۱۴ز. كال تر پايه ونه توانيږي، چې په يوازي توگه چارې پرمخ يوسي؛ د الوتكو او چورلكو د كارولو، د سړك غاړې ماينونو پر ضد مبارزې او د اطلاعاتو د راټولولو په برخه كې به نړيوالو سرتېرو ته اړتيا ولري.

جانفورد له هغه وروسته په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د عمومي كوماندان په توگه د دغه هېواد د ولسمشرله خوا نومول شوى، چې جان آلن په اروپا كې د امريكايي ځواكونو د كوماندان په توگه وټاكل شو؛خو په دې وروستيو كې له يوې ښځې سره د امريكا د استخباراتي ادارې يا سي آى آې د رييس ديويد پيتريوس د مسلې د رسوا كيدو په پېښه د هغه د  احتمالي ښكېلتيا له كبله په اروپا كې د ده دا دنده ځنډول شوې ده.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو

دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

Published

on

په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هم‌مهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.

دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووه‌پنځوسمه څپه پیل کړې ده.

تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.

راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.

دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.

ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

Published

on

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

Last Updated on: وری ۱۷, ۱۴۰۵

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!