روغتيا
په افغانستان كې د گوزڼ واكسيناسيون درېيم پړاو پيل شو
د افغان ولسمشر په وينا:
افغانستان د سيمې د هېوادونو په پرتله د گوزڼ په مخنيوي كې غوره لاسته راوړنې درلودلي دي.
افغان ولسمشر له وسله والو مخالفنيو غوښتي، چې د دې ملي بهير مخه ونه نيسي.
د گوزڼ يا پوليو واكسيناسيون د رېيم پړاو د شنبې په ورځ(د وږي په ۲۶) په رسمي توگه د افغان ولسمشر حامد كرزي له خوا د ماشو مانو په خولو كې د څو څاڅكو په اچولو پيل كړ.
ټاكل شوې، چې دغه واكسين به په ټول هېواد كې د ۵۲ زره رضا كارانو له خوا تر سره شي او اووه اعشاريه اته ميليون هغو ماشومانو ته به تطبيق شي، چې له پېنځه كلونو يې عمر ټيټ وي.
دعامه روغتيا وزارت د معلوما تو له مخي په كند هار، هلمند او فراه ولايتونو كې د تېر كال په پرتله د ماشومانو د فلج پېښې كمې شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په دغو درې ولايتونو كې د فلج (۲۳) پېښې ثبت شوي دي.
افغان ولسمشر څو ورځې وړاندې پر وسله والو مخالفينو غږ وكړ، چې د دغه ملي پروگرام مخنيوى ونه كړي.
دعامه روغتيا وزارت سرپرستې له ولاليانو، د امنيه كوماندانانو، ولسوالانو، ديني علماوو او قومي مشرانو وغوښتل، چې د واكسيناسيون د تطبيق لپاره په كليو او ليرې پرتو سيمو كې زمينه برابره كړي
