سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې نړيوال ځواكونه د خپل حضور ديارلسمه كليزه نمانځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

څو ورڅې وروسته به افغانستان ته برخليك ټاكونكى كال پيل شي. د بگرام په پوځي اډه كې د امريكايي ځواكونو زياتره برخه، چې په راتلونكي ۲۰۱۴ميلادي كال په اوږدو كې به له افغانستان څخه  ووځي، له خپل نوى كال نمانځه كوي.

امريكايي سرتېرى مارك آرتر وايي:

مونږ د دې لپاره دلته يو، چې مونږ پر سولې، خوښۍ او دوستۍ باور لرو او دا هغه څه دي، چې مونږ يي غواړو له افغانانو سره شريك كړو؛ خو مونږ له افغانانو غواړو، چې د امن، خوښۍ او دوستۍ احساس وكړي.

بل امريكايي سرتېرى  روس ويلي څرگنده كړه، چې:

كه څه هم زه خپلې كورنۍ پسې ډېر خفه شوى يم؛ خو وياړم، چې دلته يم. په داسې حال كې، چې كورنۍ  مې د آزادۍ جشن كور كې نمانځي.

بل خوا د هلمند په بسشن كمپ كې بريتانوي پوځيان په داسې حال كې نوى كال نمانځي، چې سپيان يې د بمونو او نشه يي توكو د موندلو په ځاى هغه ډالۍ خلاصوي، چې د نوي كال په مناسبت يي تر لاسه كړي دي.

د بريتانوي پوځيانو قوماندان خپل ځواكونه ستايي او وايي، پوځيان بايد د افغانستان پر ماموريت وياړ وكړي.

امريكا دا مهال په افغانستان كې ۴۷ زره سرتېري لري.

په هلمند كې د بريتانوي پوځيانو قوماندان بريد جنرال جيمز وود وايي:

دغه سرتْري، چې دغلته د كرسمس پر مهال دندې تر سره كوي، بايد دغلته په خپل ماموريت وياړ وكړي. هغوٰ دا مهال د يوه ځانگړي كار د تر سره كولو په حال كې دي او كله، چې مونږ له خپل افغان سيالانو سره خبرې كوو، هغوٰ دغلته زمونږ د سرتْرو له سرښندنو، هڅو او پانگونو مننه كوي.

بريتانيا له امريكا وروسته دوه يم هېواد دى، چې په افغانستان كې ډېر ځواكونه لري.

په مارمل كمپ كې آلماني پوځيان ميشت دي او نوى كال له خپلو هيلو سره نمانځي.

آلماني سرتېرى چمپلين وايي، زما د نوي كال مهم پيغام د ځمكې كرې ته سوله ده. مهمه نه ده، چې دين مو څه دى يا هم د نړۍ له كومې برخې راغلي ياست. ټول بايد سولې ته كار وكړي او كه هر څوك دا كار وكړي، مونږ به پرمختگ كړى وي.

د يادونې وړ ده، چې ټولو سرتېرو ته د نوي كال پيغام  دادى، چې ممكن د نوي كال تر منځنيو يا وروستيو پورې به په افغانستان كې وي.

Trending

Exit mobile version