سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې پر دوه ميليون هكتار كرنيزه ځمكه كرنه كيږي
د كرنې او مالدارۍ وزارت مسوولين وايي، د افغانستان كرنيزه ځمكه دوه ميليون هكتارو ته رسيږي او په وروستيو دوه كلونو كې مو كرنيز محصولات هم د پام وړ زيات شوي دي.
د كرنې او مالدارۍ وزير محمد آصف رحيمي له آريانا نيوز سره په يوې مركه كې ويلي، چې اوس په افغانستان كې پر دوه ميليون هكتاره ځمكه كرنه كيږي. په داسې حال كې، چې په ۲۰۰۱م كال كې كرنيزه ځمكه يو اعشاريه دوه ميليون هكتارو ته رسيده.
ښاغلى رحيمي وايي، په وروستيو دوه كلونو كې د افغانستان كرنيزو محصولاتو د پام وړ وده وركړ شوې ده.
دى په عين حال كې زياتوي، چې نړيوالو ماركيټونو ته د دې محصولاتو په رسولو كې يو لړ ستونزې شته او هڅې روانې دي، چې په كرنيز سيستم كې دا ستونزه حل شي.
د كرنې او مالدارۍ وزير وايي، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې د كرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره د گدامونو د جوړولو كار پيل شوى.
دى زياتوي، چې د دې پروژې په بشپړيدو به درې سوه زره ټنه غنم ذخيره شي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د يو كرنيز هېواد په توگه د دې برخې د صنعتي كيدو پر لوري ډاډ من گامونه پورته كوي.