سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې په رسمي ډول د ترانزيت نړيوال سيستم يا تير فعال شو
د ترانسپورت وزارت وايي، د ترانزیت نړیوال سیستم په فعالېدو سره به افغانستان د ځمكني ترانسپورت له لارې د نړۍ ۵۷ هېوادونو ته لاره ومومي او ترډېره به په دې برخه كې ستونزې اوارې شي.
په افغانستان كې د ترانزيت نړيوال سيستم، چې له څو كلونو را په دېخوا په هېواد كې ځنډول شوى و د چهارشنبه په ورځ ( د وږي ۱۳ ) بېرته خپل كار پېل كړ.
د سوداګرۍ د خونې مرستيال خانجان الكوزی وایی، د تير نړيوال ترانسپورتي سيستم د نړيوال سوداګرۍ او ترانزيت په برخه كي اسانتياوې رامنځ ته كوي او د دغه سيستم غړي هېوادونه د يوې واحدې كړنلارې له مخي خپلې ترانزيتي چارې پر مخ وړي.
په همدې وخت کې د ترانسپورت وزارت مرستيال جارالله منصوري وايي، د دغه سيستم په فعالېدو سره به د ګمركونو سخت شرايط آسانه او د وخت د ضايع كېدو مخه به ونيول شي.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې افغانستان به تردې وروسته د ځمكني ترانسپورت له لارې د ۵۷ آسيايي، افريقايي او اروپايې هېوادونو سره يو ځای شي.
په همدې وخت كې د ماليې وزير عمر زاخېلوال د دې سيستم فعالېدل د افغانستان په اقتصاد كي خورا مهم ګڼي.
د دغه وزارت چارواكي زیاتوي، كه څه هم د ترانزيتي بېخ بناوو له پلوه افغانستان هغه ظرفيتونه نلري، چي ترانزيتي ستونزې يې په بشپړ ډول آوارې شي، خو دا كار به د افغانستان په كانونو او نورو برخو كې پانګونې ته د نړيوالو پانګوالو په هڅولو كې مرسته وكړي.
افغانستان د ۱۹۸۳ كال راهيسي د ملګرو ملتونو د ترانزيت د نړيوال كنوانسيون ( تير) سره يو ځای شوى، خو په تېرو څو كلونو كې د ستونزو له امله دغه سيستم ځنډېدلى و.
دا سازمان په ۱۹۴۸ كال كې د نړيوالې سوداګرۍ د آسانتياو په موخه په ژنيو کې رامنځ ته شو، چې اوسمهال ۶۸ غړي هېوادونو د تېر تړون لاسليك كړى او ۵۷ هېوادونه ترې ګټه اخلي.