سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې ډېري ړانده وگړي له انساني حقوقو بې برخې دي
د بشري حقونو خپلواك كميسيون وايي، چې په افغانستان كې ړانده وگړي نشي كولى د ژوندانه له ټولنيزو حقوقو گټه پورته كړي.
سترگې يوه لويه الهي ډالۍ ده، چې انسان كولى شي پرې د چاپېريال ښكلا وگوري؛ خو په نشتون كې يې د ژوند رڼاگانې پر تيارو بدليږي.
ړوندوالى يوازې د سترگو رڼا اخلي؛ خو د يو انسان افكار او ذهن تياره كولى نشي.
د بشري حقونو خپلواك كميسيون غړى احمد ضيا لنگري وايي:
ړوندوالى كمزوري نه ده، بلكې ړانده وگړي هم بايد د نورو انسانانو په څېر د ژوند له ټولو امتيازاتو برخمن شي؛ خو په افغانستان كې ړانده وگړي له دغو امتيازاتو برخمن نه دي.
د ړندو د ښوونځي ښوونكى سيد علم هاشمي له موره ړوند پيدا شوى؛ خو هغه د روغو انسانانو په څير د ليك لوست توان لري او كولى شي، چې د بريل ليك په مرسته د قرآن كريم د دېرش سپارو تلاوت وكړي.
بنفشه يعقوبي د افغانستان يوه ړنده ميرمن ده، چې د ړندو ميرمنو د يوه بنست مسووليت يې په غاړه دى.
نوموړې د ټولنې په جوړولو كې د ړندو رول مهم گڼې؛ خو د هغو گواښونو په اړه هم اندېښنه لري، چې په افغانستان كې ړانده وگړي ورسره مخ دي.
په افغانستان كې شاوخوا څلور سوه زره كسان ړانده ژوند كوې، چې يو شمېر يې له موره ړانده پيدا شوي او يو شمېر نور د بېلابېلو ناروغيو له كبله ړانده شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې ورستيو څو لسيزو جگړو هم په هېواد كې له يو شمېر وگړيو څخه د ليدلو نعمت اخيستى دى.