تازه خبرونه
په افغانستان کې باید بې معنا تاوتریخوالی نور پای ته ورسیږي
کاناډا او آسترالیا د نړیوالې ټولې له نورو غړیو سره په یو ځای کیدو په تول افغانستان کی د تاوتریخوالي ډېروالی غندلی او وایي، مونږ د ملکی بېوسو خلکو پرځورونه او وژنه خواشینی یو.
مونږ د سولی پر فعالینو او پرافغان امنیتی ځواکونو، چی د خلکو د خوندیتوب په هڅه کې دي؛ قصدي او ناوړه بریدونه په کلکه غندو.
مونږ اندېښمن یو، چی د طالبانو لخوا د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندی د تاوتریخوالی نه منونکې کچه د سولی لپاره د افغانستان د خلکو اوږد مهاله هیلې ګواښي.
پر دینی عالمانو، روغتیایي کارکوونکیو، د بشری حقونو پر ساتونکیو او قضایي کارمندانو وروستي بریدونه د کرکی وړ دي.
د دا ډول جنایتونو ترسره کوونکي په ښکاره هڅه کوی، چې د آزادو بحثونو مخه ونیسی؛ خو د تاوتریخوالي د پای ته رسیدلو او د افغانستان لپاره د یو روښانه او ټول شموله راتلونکي په اړه د مدني ټولنې غږ څوک نشی بندولی.
مونږ ډاډه یو، چی افغانان به خپلی ګډې موخې ته، چی نه یوازې د یو سوله ییزافغانستان غوښتل دي، بلکې د خلکو هوساینه او هراړخیزه ګډون هم په کې مطرح دی او هیحکله به د خپل غږ له پورته کولو څخه لاس پرسر نشی. مونږ د دې جنایتونو بشپړه څېړنه غواړو او هیله مو هم داده، چې اړوند مسوولین یې د محاکمې میزته راکښل شي.
یو ټولګدونه سولې ته د رسیدو د یوازنۍ لارې په توګه مونږ د افغانانو په مشرۍ او واک له خبرو اترو څخه خپل ملاتړ روان ساتو. دا ډېره خواشینونکی خبره ده، چی د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو لخوا ښودل شوی زغم د طالبانو لخوا نه منعکس کیږي. له هغو کسانو څخه، چی د خلکو د استازیتوب ادعا کوي او همدا خلک د دوی د تاوتریخوالي قرباني هم دي؛ د دا ډول کړنی تمه(طمع) نه کیږي.
مونږ پر یو غږ د جګړی له ټولو اړخونو غواړو، چی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۳۲ ګڼې پرېکړه سمدستی رعایت کړي. همدا اوس بېړني بشردوستانه اوربند ته اړتیا ده، چې زیان منونکیو او اړو ټولنو ته د لاسرسي زمینه مساعده شي؛ ځکه، چی افغانستان د کرونا ویروس له سختو اغېزو سره مخ دی.
د تاوتریخوالي سملاسي راکمول او د بشردوستانه اوربند را منځته کول به د باور جوړوې او په خپلمنځي خبرو کی د پرمختګ لامل شي.
طالبان باید افغانانو او نورې نړۍ ته وښیي، چې دوی په ښه نیت او د افغانستان د سوله ییزې راتلونکې لپاره د خبرو اترو او مذاکراتو هوډ لري.
مونږ ټولې ښکېلی خواوې د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو او د سولې لپاره د یوې ښکاره ژمنتیا په ښودلو د خپلمنځي خبرو پیلولو ته هڅوو؛ ځکه، نو ټولې خواوې باید ژر تر ژره بې معنا تاوتریخوالی ته د پای ټکی کیدي.
