تازه خبرونه
په افغانستان کې باید د سیاسي ټولګډونۍ لپاره ملي خبرې اترې وشي – د اووه ډلې مشران
د اووه ډلې مشرانو د شنبې پر ورځ له اسلامي امارته وغوښتل، چې د سیاسي ټولګډونۍ د رامنځته کېدو لپاره باید د افغانانو پر مشرۍ په ملي دیالوګ کې ګډون وکړي او د باور وړ ګامونه پورته کړي.
د اووه هېوادونو په ډله کې امریکا، جاپان، جرمني، انګلستان، فرانسه، کاناډا او ایټالیا راټول شوي دي.
د جاپان په هیروشیما کې له غونډې وروسته د دغو هېوادونو مشرانو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: د سیاسي ټولګډونۍ د رامنځته کېدو لپاره مونږ پر طالبانو (اسلامي امارت) غږ کوو، چې په یوه با اعتباره، ټولګډونه او ملي غونډه کې د ګډون لپاره مهم ګامونه پورته کړي؛ د داسې ملي دیالوګ مشري وکړي، چې ټول افغانان په کې ګډون وکولی شي.
دوی په افغانستان کې د ثبات پروړاندې مخ پر زیاتېدونکیو ګواښونو، ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت ته په نغوته کې خپله اندېښنه څرګنده کړه.
د اووه هېوادونو ډلې مشرانو له اسلامي امارته وغوښتل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پخپلو ژمنو ودریږي او ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد د ګواښلو یا برید، د تروریستي اعمالو د پلان او تمویل او د پټنځایونو او روزلو لپاره ونهکارول شي.
د دغې ډلې هېوادونو په اعلامیه کې راغلي: مونږ د طالبانو (اسلامي امارت) لخوا د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو له سیستماتیکې سرغړونې سره خپل سخت مخالفت څرګندوو او د نهمنلو وړ پرېکړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې د هغو د سمدستي لغوه کولو غوښتنه کوو.
په اعلامیه کې راغلي، چې ټول افغانان باید د عامه ژوند په ټولو برخو کې له پوره، مساوي او معنی لرونکي ګډون او بشري مرستو او بنسټیزو خدمتونو ته له لاسرسي برخمن شي.