تازه خبرونه
په افغانستان کې باید یو پیچ هم پاتې نهوـ ډونالډ ټرمپ
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جوبایډن د ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو پر بهیر نیوکه کړې او وایي، چې باید یو پېچ هم ترې پاتې نهو.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.
هغه ویلي: ” که زه وای؛ له وقار او ځواک سره به مې ایستل. دوی (اسلامي امارت) به رسم ګذشت نه تر سره کاوه.»
هغه زیاته کړې: “مونږ به هیڅ راز نظامي تجهیزات نه پرېښودل او حتا د ۱۰ سینټ پر ارزښت مو ټول پیچونه راوړل.”
په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور نامناسب پای تل د جمهوري غوښتونکیو له نیوکې سره مخ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له وتلو وروسته د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات او وسلې د اسلامي امارت لاس ته ورغلي دي.
