تازه خبرونه

په افغانستان کې بشري اړتیاوې مخ پر ډېرېدو دي

Published

on

د سره صليب نړيواله کمیته څرګندوي، چې په افغانستان کې بشري اړتياوې ورځ تر بلې زياتېږي.

دغې کمیتې د دوشنبې پر ورځ ( د تلې ۲۵ ) یوه ویدیو خپره کړه، چې ښیي د کونډو او یتیمانو په ګډون میلیونونه خلک د خوراکي توکو د موندلو لپاره روزګار پسې سړکونو ته راوتلي دي.

په دې ویدیو کې یو سړی وايي، چې هغه هیڅکله بشپړ خواړه نه خوري؛ له سهار څخه تر ماښامه یوازې سل افغانۍ کار کوي.

د سره صلیب لخوا په خپره شوې ویدیو کې یو بل سړی وايي، چې که مرسته ورسره ونشي؛ ښايي د کورنۍ غړي یې له لوږې سره مخ شي.

د سره صليب نړيواله کمیته څرګندوي نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره د دغه مخ پر زياتېدونکي بشري ناورين په مخنيوي کې مرسته وکړي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د اسلامي امارت سره سم له بشري ناورین سره مخ شو.

ویل کېږي، چې د افغانستان نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دی او مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د خواړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له هغو ۱۵ میلیون وګړیو سره، چې د خواړو له بد امنۍ سره مخ دي، د میاشتني خوراکي مرستو د دوام لپاره د ۱.۱ میلیارد دالرو غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version