روغتيا

په افغانستان کې به د روغتیايي چارو کیفیت ښه کول نور هم پیاوړي شي

دواړو خواوو په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو او د بې پولې ډاکټرانو پورې اړوند روغتیایي چارو ښه کولو، د روغتیایي کارمندانو ظرفیت لوړولو، په چارو کې شفافیت، له عامې روغتیا وزارت سره د ښې همغږۍ او د اغېزمنو او دوامداره خدمتونو وړاندې کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت نن سې‌شنبه (د غویی درویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ د دې وزارت چارسمبالي( سرپرست) نور جلال جلالي په کابل کې د افغانستان لپاره د بې سرحده ډاکټرانو بنسټ MSF  له رییس مایکل لوپه سره ولیدل.

دواړو خواوو په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو او د بې پولې ډاکټرانو پورې اړوند روغتیایي چارو ښه کولو، د روغتیایي کارمندانو ظرفیت لوړولو، په چارو کې شفافیت، له عامې روغتیا وزارت سره د ښې همغږۍ او د اغېزمنو او دوامداره خدمتونو وړاندې کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي له روغتیایي سکټور سره د دې بنسټ د مرستو زیاتول او پراخول اړین وبلل او د چارو پوره پراختیا، د روغتیایي کارمندانو ظرفیت لوړولو، د چارو پر کیفیت، اغېزمنتوب او شفافیت یې ټینګار وکړ.

مایکل لوپه همدارنګه په افغانستان کې د روغتیايي چارو د ښه کولو او د دې سکټور د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د روغتیايي چارو د کیفیت د ښه کولو او همغږۍ لپاره به ګډ کار وکړي.

هغه په ​​هرات، کندوز او هلمند ولایتونو کې د چارو پر دوام خبرې وکړې او څرګندوي، چې دا مرکزونه به له عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ او همغږۍ کې خپل فعالیتونه تر سره کوي.

دغه راز د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم هم د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو بنسټ له رییس مایکل لوپه سره هم کتلي، چې د روغتیایي چارو د پراخولو او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اړینو آسانتیاوو برابرولو په اړه ور سره بحث او خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ لوپه د دې ناستې په لړ کې ډاډ ورکړ، چې د مور او ماشوم روغتیا ښه کولو او د روغتیایي پرسونل د ظرفیت لوړولو لپاره به د دې بنسټ هڅې روانې وي.

Trending

Exit mobile version