تازه خبرونه

په افغانستان کې دې د ادعا شویو جنګي جرمونو بیا څېړل پیل شي – آی سي سي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۰, ۱۴۰۱)

د جرمونو نړیوالې محکمې (آی سي سي) قاضیانو د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې کېدی شي د دې ادارې د څارنوالۍ لخوا په افغانستان کې د بشریت ضد او جنګي جرمونو په اړه څېړنه به بیا پیل شي.

په یوه اعلامیه کې، چې د آی سي سي په اوبپاڼه کې خپره شوې؛ قاضیانو له دوه کلن ځنډ وروسته د څېړنو د بیا پیلولوغوښتنه وکړه.

د بشري حقونو څار بنسټ هم د دوشنبې پر شپه ناوخته په ډاګه کړې، چې آی سي سي باید د افغانستان د وضعیت په اړه د څېړنو پر مهال د ټولو خواوو لخوا ترسره شوي جرمونه په ګوته کړي.

تېر کال د اړوند محکمې څارنوال کریم خان ویلي وه، چې د افغانستان اسلامي امارت او داعش لخوا ادعا شویو جرمونو ته لومړیتوب ورکول کېږي او بیا به د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو او امریکايي ځواکونو ادعا شوي جرمونه وڅېړل شي.

د بشري حقونو د څار په بنسټ کې د آسیا مرستیالې پاتریشیا ګاسمن ویلي؛ آی سي سي په داسې یو هېواد کې د عدالت د پرمختګ لپاره یو نادر فرصت وړاندې کوي، چې احتساب په بشپړ ډول شتون نلري.

دا څېړنه باید د امریکایي ځواکونو په ګډون د جګړې د ټولو اړخونو جرمونو ته لاسرسی ومومي او ځواکمن هېوادونه هم په کې ښکېل شي.

Trending

Exit mobile version