تاپ
په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره د بسپنې راټولولو کمپاین پیل شو
بیات بنیاد له نړیوالو غواړي، چې د ژمي له رارسېدو مخکې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په کمپاین کې له دې بنسټ سره پوره ونډه واخلي.
بیات بنسټ
https://bayatfoundation.org/about-us
په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې جوړ او له همغه وخت راپدیخوا یې له اړمنو کورنیو سره بشري مرستې کړې دي.
همدا اوس د دې بنسټ پرلپسې مرستې ستاسې له مرستو سره تړلې؛ ځکه، چې وروستیو بدلونونو لکه وچکالۍ، د کرونا ویروس خپرېدل او په افغانستان کې رامنځته کېدونکي اقتصادي بحران سم نیم وګړي یا شاوخوا ۲۲،۸ میلیون کسان زیانمن او له لوږې سره مخ کړي دي.
له بلې خوا، ژمی په بیړه مخ پر نږدې کیدو دی؛ د واورو د اورښت او ټرانسپورټي لارو د بندیدو له کبله به میلیونونه اړمن کسان له بشري مرستو بې برخې شي. له همدې کبله بیات بنیاد ته ډېره اړینه ده، چې د مرستو رسولو هڅې ګړندۍ کړي او له لوږې سره مخ خلکو ته نورې بېړنۍ مرستې ورسوي.
بیات بنیاد تر دې دمه په کندهار، هرات او مزارشریف ولایتونو کې زرګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي رسولي او وېشلي او دا لړۍ یې روانه ساتلې ده.
https://bayatfoundation.org/programs/latest-news/
دې موخې ته د رسېدو او د دې بهیر د روان ساتلو لپاره دا بنسټ د دولتي او خصوصي سکټور مالي ملاتړ ته اړ دی.
د بسپنې له ورکولو سره کولی شوو؛ زیانمنونکي افغانان له خوارځواکۍ او مړینې وژغورو- مهمه نده، چې مرسته مو څومره ده؛ څه لږ څه ډېره!
د نغدو مرستو لپاره همدا اوس
ته سر ښکاره کړئ.
کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!
آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.
مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.
که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک سره اړیکې ونیسئ:
info@bayatfoundation.org
