تازه خبرونه

په افغانستان کې د القاعده او داعش په اړه د م.م  موندنې بې بنسټه دي – ا.ا

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د دوشنبې پر ورځ د م.م د امنیت شورا د څارنې ډلې هغه راپور رد کړ، چې ګواکې په دې هېواد کې د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته وسلوالې ډلې له ډېرې آزادۍ برخمنې دي.

د دغه راپور له مخې، چې تېره اوونۍ خپور شوی؛ ملګرو ملتونو ویلي، چې واک ته د طالبانو( اسلامي امارت) له بیا راستنیدو وروسته په نړیواله کچه داسې اندېښنې راپورته شوي، چې افغانستان د القاعده او د هغې د ملګرو لپاره خوندي ځای ګرزېدلی او له نورو سیمو څخه ترهګر دې هېواد ته سفر کوي.

د زمري پر ۲۴ او د اګست پر ۱۵ په افغانستان کې امنیتي وضعیت پر ډراماټیک بڼه بدل او بېلابېل بدلونونه او پرمختګونه رامنځته شول.

د افغانستان اسلامي امارت د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې دوی په دې راپور کې څرګندې شوې ادعاوې ردوي او څرګندوي، چې هغه راپورونه بې بنسټه بولي، چې د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه وي.

د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې تر ټولو ښه امنیتي زمینه د تېر کال د اګست په میاشت کې د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت له رامنځته کېدو وروسته برابره شوې ده.

په دې اړه د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي: اسلامي امارت د دوحې د تړون له مخې خپل مسوولیتونه ادا کړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه کړي او له نورو څخه هم همدا تمه لري.

دغه راز څرګنده شوې، چې اسلامي امارت به د یوه مسوول سیسټم په توګه د شته امکاناتو او فرصتونو پر کارولو د افغانستان، سیمې او نړۍ په امنیت او ثبات کې مثبت رول ولوبوي او هیله لري، چې د ملګرو ملتونو د اړوند بنسټونو په ګډون نورې خواوې او امنیت شورا دا حقایق درک او مسوولانه څرګندونې وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه نوي راپور کې افغانستان ته د القاعده او نورو سخت دریځو ډلو د نفوذ په اړه خپله اندېښنه تکرار کړې او خبرداری ورکوي، چې اوس هم امکان لري افغانستان د القاعده او منځنۍ آسیا د سخت دریځو ډلو پر خوندي ځاله بدل شي. د دغه سازمان د بندیزونو د څارنې ډلې په  ۳۹ تحلیلي راپور کې دا هم راغلي، چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی د تېر کال په اکتوبر میاشت کې افغانستان ته سفر کړی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې لیدلي وه.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکې ډله په کال کې دوه ځله دا ډول راپورونه چمتو کوي، چې د اسلامي دولت او القاعدې پر وړاندې لګول شوي بندیزونه پلي کړي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي، چې په منځنۍ آسیا کې د افراطي ډلو وسلوال او د ختیځ ترکستان د غورځنګ غړي، چې د چین په سینکیانګ ولایت کې فعال دي؛ د نوي افغان حکومت د نړیوالو لخوا په رسمیت پېژندلو ته په تمه دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړ او وایي، چې اسلامي امارت د هرې هغې ډلې مخنیوي ته ژمن دی، چې له افغانستان څخه  نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې، د هند په نیمه وچه کې د القاعده څانګې د اسامه محمود په مشرۍ په غزني، هلمند، کندهار، نیمروز، پکتیکا او زابل ولایتونو کې د افغان حکومت پر ضد د طالبانو تر څنګ جګړې کړي دي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ شپږ میاشتې تېرېږي؛ خو د سیمې او نړۍ هېڅ یو هېواد تر اوسه اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی. نړیوالې ټولنې تل ټینګار کړی، چې نوی افغان حکومت باید د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه اندېښنې لرې کړي او دا هغه څه د ي، چې اسلامي امارت ځان ورته ژمن بولي.

Trending

Exit mobile version