تازه خبرونه

په افغانستان کې د القاعده شتون اندېښنې راپورته کړي

Published

on

د داعش ، القاعدې او طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د څارنې د ډلې همغږي کوونکی ادموند فیتون براون د جمعې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې د القاعده لوړ پوړي غړي او جنګیالي اوس هم په افغانستان کې پراخې هڅې لري.

 براون د افغانستان د راتلونکي په اړه په یوه ودیوي وینا کې په ډاګه کړې، چې: ایمن الظواهري [د القاعدې مشر] له طالبانو سره په اړیکه کې دی. طالبانو له امریکا سره د خبرو پر مهال په منظم ډول له القاعدې سره سلا مشورې کړې او په دې اړه نارسمي تضمینونه لري، چې له القاعدې سره د تاریخي اړیکو احترام وکړي.

د فیتون براون خبرداری نوې خبره نده. لکه څنګه، چې د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو په راپور کې په ډاګه شوه، چې القاعدهپه پټه د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت کوي او ممکن له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې دجنګیالیو مشري ولري.

 

په هره توګه دغه اړیکه له امریکا سره د طالبانو له هوکړې ښکاره سرغړونه، چې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ په دوحه کې لاسلیک شوې ده. په دې هوکړه کې راغلي، چې طالبان باید د القاعدې په ګډون له تروریستي ډلو سره ټولې اړیکې پرې کړي.

افغان چارواکو دا تورونه رد کړي، چې ګواکې القاعده افغانستان ته یو ګواښ وي.

د ملي امنیت مشر ضیا سراج په می میاشت کې ویلي وه، چې طالبان هڅه کوي دا ډلې او سازمانونه د پخوا په پرتله د افغانستان په جګړه کې وکاروي.

د امریکا غږ په راپور کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو غړیو هېوادونو د هند په وچه کې د القاعدې لپاره د اضافي وسلوالو له ملاتړ خبرداری ورکړ. ویل کیږي، چې دغه ډلې په نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ پورې جنګیالي لري.

دا په داسې حال کې ده، چې له تروریزم سره د مبارزې نړیوال او افغان چارواکي وايي ګواښونه مخ پر ډېریدو دي. په ورته وخت کې، یو شمېر امریکایي او افغان چارواکي وايي، چې القاعده نوره له منځه تلې او ورکه شوې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پدې وروستیو کې ویلي؛ د القاعدې له ۲۰۰ لږ جنګیالي په افغانستان کې پاتې دي. په داسې حال کې، چې څو ورځې وروسته د تروریزم پروړاندې د ملي مبارزې رییس کریستوفر میلر د ولسي جرګې د امنیت کمیتې ته په یوه لیکلي بیان کې ومنله، چې په دې هېواد کې د القاعدې شتون لسګونه وسلوالو ته راکم شوی دی.

Trending

Exit mobile version