تازه خبرونه
په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د غربي هېوادونو پروپاګند بي ځایه دی
Last Updated on: غبرګولى ۲۸, ۱۴۰۲
د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د امریکا د کلني راپور په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د غربي هېوادونو تبلیغات بې ځایه او بې بنسټه دي.
ذبیح الله مجاهد تویت کړی؛ اسلامي امارت د انساني قاچاق اجازه نهورکوي، هر څوک، چې د دغه جرم پر تور ونيول شي؛ سزا به ورکړ شي.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ انساني قاچاق د افغانستان له پولو بهر کیږي، چې مخنیوی یې هم د نورو هیوادونو مسوولیت دی، نه زمونږ.
د انساني قاچاق په اړه د امريکا په کلني راپور کې، چې د غبرګولي مياشتې پر ٢٥ نېټه خپور شو، افغانستان، چين او روسيه د انساني قاچاق له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېوادونه دي.
