ساینس او ټیکنالوژي
په افغانستان کې د انټرنیټ د کاروونکیو معلومات خوندي شول – د مخابراتو وزارت
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څرګنده کړې، چې د هېوادوالو د انټرنیټي معلوماتو او اطلاعاتو د محرم ساتلو لپاره د انټرنیټي تبادلې مرکز رامنځته شوی دی.
د دې وزارت ویاند عنايت الله الکوزي په ایکس پاڼه کې ويلي، چې ټول مخابراتي شرکتونه له دې مرکز سره نښلول شوي او د هېواد د وګړو معلومات په کې خوندي ساتل کېږي.
د یاد وزارت ویاند الکوزي زیاته کړې، چې له دې مخکې دغه کار د هغو هېوادونو له لوري ترسره کېده، چې افغانستان ته یې انټرنیټ ورکاوه.
نوموړي څرګنده کړې؛ هغه مهال د ډېرو ستونزو ترڅنګ د هېوادوالو انټرنیټي معلومات هم خوندي نه ول او دغو هېوادونو کولی شول، چې د هېوادوالو انټرنیټي معلوماتو ته اسانه لاسرسی ولري.
دغه راز ویل کیږي، چې مخکې له دې د بهرنیو هېوادونو لهخوا د انټرنیټ عرضه ګرانه وه؛ خو اوس دغه خدمتونه په هېواد کې دننه پر مناسبه بیه خوندي ترسره کېږي.
