ساینس او ټیکنالوژي
په افغانستان کې د انټرنیټ د کاروونکیو معلومات خوندي شول – د مخابراتو وزارت
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څرګنده کړې، چې د هېوادوالو د انټرنیټي معلوماتو او اطلاعاتو د محرم ساتلو لپاره د انټرنیټي تبادلې مرکز رامنځته شوی دی.
د دې وزارت ویاند عنايت الله الکوزي په ایکس پاڼه کې ويلي، چې ټول مخابراتي شرکتونه له دې مرکز سره نښلول شوي او د هېواد د وګړو معلومات په کې خوندي ساتل کېږي.
د یاد وزارت ویاند الکوزي زیاته کړې، چې له دې مخکې دغه کار د هغو هېوادونو له لوري ترسره کېده، چې افغانستان ته یې انټرنیټ ورکاوه.
نوموړي څرګنده کړې؛ هغه مهال د ډېرو ستونزو ترڅنګ د هېوادوالو انټرنیټي معلومات هم خوندي نه ول او دغو هېوادونو کولی شول، چې د هېوادوالو انټرنیټي معلوماتو ته اسانه لاسرسی ولري.
دغه راز ویل کیږي، چې مخکې له دې د بهرنیو هېوادونو لهخوا د انټرنیټ عرضه ګرانه وه؛ خو اوس دغه خدمتونه په هېواد کې دننه پر مناسبه بیه خوندي ترسره کېږي.
ساینس او ټیکنالوژي
شمالي کوریا د خپلې لومړنۍ چټباټ مصنوعي ځیرکتیا مخکتنه وکړه
دغه چټباټ د« کیم ایل سونګ» پوهنتون د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ د څېړنیز انسټیټیوټ او په پیونګیانګ کې میشتې «فورونهانویل» سافټویر شرکت په ګډه جوړ کړی دی.
«۳۸ نارټ» نومي څېړنیز مرکز راپور ورکړی، چې د شمالي کوریا تحولات څاري؛ دغه چټباټ، چې « د مصنوعي ځیرکتیا د خدمتونو ۱.۰ سیسټم؛ د پوهې چینه» نومېږي، په پیونګیانګ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د لاسته راوړنو په ملي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
دغه چټباټ د« کیم ایل سونګ» پوهنتون د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ د څېړنیز انسټیټیوټ او په پیونګیانګ کې میشتې «فورونهانویل» سافټویر شرکت په ګډه جوړ کړی دی.
دغه چټباټ کولی شي د علومو او ټکنالوژۍ اړوند پوښتنو ته په کوریايي او انګلیسي ژبو ځوابونه ورکړي او د ژباړې خدمتونه هم وړاندې کړي.
د«۳۸ نارټ» د راپور له مخې؛ نندارې ته په وړاندې شویو انځورونو کې پر پرده داسې خبرداری لیدل کېږي، چې کاروونکو ته سپارښتنه کوي؛ سیاسي او ټولنیزې پوښتنې مطرح نهکړي. همدارنګه داسې ښکاري، چې د مصنوعي ځیرکتیا سیسټم ته د پوښتنو له لېږلو مخکې د غوښتنو د محتوا د ډلبندۍ یو سیسټم یې ارزوي.
د هغه هارډویر په اړه معلومات نهدي خپاره شوي، چې دغه سیسټم پرې چلېږي؛ خو«۳۸ نارټ» اټکل کوي، چې په دغه چټباټ کې کارول شوې مصنوعي ځیرکتیا ماډل ښايي پر بشپړه بڼه په شمالي کوریا کې نهوي جوړ شوی، بلکې د امریکايي یا چینايي شرکتونو او څېړنیزو مرکزونو له لوري د جوړو شویو هغو ماډلونو څخه وي، چې وزنونه یې پرانیستي دي. لکه د ګوګل«جیما» یا د عليبابا«کیوون» ماډل.
په راپور کې همدارنګه راغلي، چې په شمالي کوریا کې د سترو معلوماتي مرکزونو کمښت ښايي په دې هېواد کې د مصنوعي ځیرکتیا د تر ټولو پرمختللیو ماډلونو د پراخې کارونې پر وړاندې خنډ وي.
ساینس او ټیکنالوژي
سویلي کوریا د درغلۍ له رسوایۍ وروسته د کانکور د ګډونوالو عینکې ارزوي
د رویټرز د راپور له مخې: له دې رسوایۍ وروسته آن ځینو کسانو غوښتنه کړې، چې د پوهنتونونو د داخلې آزموینه دې د آزموینې د عدالت او روڼتیا تر یقیني کولو وځنډیږي؛ خو د پوهنې وزارت دا آزموینه، چې په سیالۍ ډکه ټولنه کې د بریالیتوب لپاره خورا مهمه بلل کېږي، ځنډول رد کړي دي.
سویلي کوریا به د پوهنتونونو د داخلې په عمومي آزموینه کې د ګډون کوونکو ټولې عینکې وارزوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مرسته د درغلۍ مخه ونیسي. دا پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې د مالیاتي حسابدارۍ په آزموینه کې درغلۍ د دې هېواد د سختو او مهمو آزموینو پر سیسټم د خلکو باور زیانمن کړ.
د رویټرز د راپور له مخې: له دې رسوایۍ وروسته آن ځینو کسانو غوښتنه کړې، چې د پوهنتونونو د داخلې آزموینه دې د آزموینې د عدالت او روڼتیا تر یقیني کولو وځنډیږي؛ خو د پوهنې وزارت دا آزموینه، چې په سیالۍ ډکه ټولنه کې د بریالیتوب لپاره خورا مهمه بلل کېږي، ځنډول رد کړي دي.
د آزموینې د امنیت په اړه مهم ټکي:
د پوهنې وزیر چوی کیو جین د دوشنبې پر ورځ پارلماني غونډې ته ویلي، وزارت به د پوهنتونونو د علمي وړتیا آزموینې په هر پېر کې د ټولو ګډونوالو عینکې وارزوي. ځیرکې برښنايي وسیلې هم د روان کال په جولای کې د منع شویو توکو په نوملړ کې شاملې شوې دي.
څیرکې عینکې په نړۍ کې د اندېښنې وړ ګرځېدلې دي؛ ځکه د دغو عینکو له لارې له اجازې پرته د محرمو معلوماتو او د خلکو د انځورونو، ویډیوګانو او غږونو ثبتول کېدی شي.
چوی ویلي، د هرې آزموینې له خونې بهر به خبرتیاوې ولګول شي، چې په کې به د درغلۍ په صورت کې د آزموینې د پایلو د لغوه کېدا او له قانوني سزاوو څخه خبرداری ورکړ شوی وي.
د آزموینې په هر مرکز کې به لږ تر لږه یو کارکوونکی د ځیرکو برښنايي وسیلو د څارنې لپاره ځانګړی شي.
دغه راز به د آزموینې د مرکزونو، سیمهییزو ښوونیزو دفترونو او د وزارت د څارنې خونې ترمنځ د اړیکو یوه ځانګړې کرښه فعاله وي، چې هغه ستونزمنه پرېکړه پرې له چارواکو سره شریکه شي.
چوی زیاته کړې، وزارت به د رادیويي څپو د کشفولو وسیلو ته ورته د ټکنالوژۍ په برخه کې له متخصصانو سره سلا وکړي او د راتلونکي کال په آزموینه کې به د دغو وسایلو د کارولو امکان هم وارزوي.
هر څوک، چې د آزموینې پر مهال له ځیرکې برښنايي وسیلې سره ونیول شي یا یې وکاروي؛ د همغه کال پایلې به یې لغوه او په راتلونکي کال کې به له آزموینې ورکولو منع شي.
چوی وایي، وزارت به له پارلمان سره د منع وخت د یوه کال پر ځای له درې تر لس کلونو پورې د غځولو لپاره هم کار وکړي. سرغړوونکي ښايي د رسمي دندو د خنډولو پر تور پولیسو ته هم معرفي شي.
دا اقدامات له هغې وروسته تر سره کیږي، چې یوه کس د یکشنبې پر ورځ داسې اعتراف وکړ: د سږ کال د مالیاتي حسابدارۍ په آزموینه کې یې پر درغلۍ لومړی مقام ترلاسه کړی دی. نوموړي ومنله، چې د یوې کوچنۍ کمرې پر مټ یې د آزموینې پوښتنې انځور کړې؛ بیا یې مصنوعي ځیرکتیا ته ولېږلې او ځوابونه یې پر ځیرکګرځند کې وکتل.
د سویلي کوریا لومړۍ وزیرې هان سونګ سوک د دوشنبې پر ورځ ویلي، حکومت به د پوهنتونونو د داخلې عمومي آزموینې د خوندي کولو لپاره د بېړنیو اقداماتو د چمتو کولو پر موخه ځانګړې ډله جوړه کړي.
هغې له چارواکو هم وغوښتل، چې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د درغلۍ د کشف ټکنالوژي جوړه او د آزموینو پر مهال د درغلۍ لپاره سزاوې نورې هم سختې کړي.
ساینس او ټیکنالوژي
بایننس د غلا شویو شپږ میلیارډ ډالرو شتمنیو زیان جبران کړ
رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا فډرالي څېړنو ادارې (افبيآ) د دې سایبري برید مسوول د شمالي کوریا له حکومت سره تړلې «ټریډر ټریټر» ډله ګڼلې ده.
د نړۍ تر ټولو لویې ډیجیټلي پیسو تبادلې بایننس ویلي، چې د یوه سایبري برید پر مهال د دې پلاتفورم د ۶.۳ میلیارډ ډالرو شتمنیو له غلا کېدا وروسته یې تر اوسه د خپلو مالي سرچینو پر کارولو د شپږ میلیارډ ډالرو زیان جبران کړی دی.
رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا فډرالي څېړنو ادارې (افبيآ) د دې سایبري برید مسوول د شمالي کوریا له حکومت سره تړلې «ټریډر ټریټر» ډله ګڼلې ده.
بایننس ویلي، چې د پاتې شتمنیو له ۱۰ سلنې څخه کمه برخه په هغو پیسو پورې اړه لري، چې د بازار د لږې راکړې ورکړې له کبله یې برابرول ډېر وخت نیسي.
دغه شرکت زیاته کړې، چې د خپلو همکارانو پر مرسته یې د غلا شویو شتمنیو شاوخوا درې میلیارډ ډالره پېژندلي او کنګل کړي دي.
بایننس ټینګار کړی، چې د دې سایبري برید له کبله اوښتی زیان به خپله جبران کړي او پر پېرودونکو به یې وروانهچوي.
د یاد شرکت د څرګندونو له مخې، د زیان د جبران لپاره یې د کاروونکو د شتمنیو د ساتنې له صندوق او خپلو مالي سرچینو ګټه اخیستې ده.
له دې برید وروسته بایننس د شتمنیو ایستل په لنډمهاله توګه ودرول او ویلي یې ول، چې دغه چوپړتیا به د یکشنبې پر ورځ بېرته پیل کړي.
-
لوبی4 days agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه4 days agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
لوبی3 days agoسرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
-
لوبی4 days agoارمان افسي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي
-
لوبی1 day agoآریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
لوبی3 days agoپه آی ال ټي ۲۰ سیالیو کې ۲۵ افغان لوبغاړو قراردادونه ترلاسه کړل
