تازه خبرونه
په افغانستان کې د اورښت کمښت مخ پر پراخېدو دی ـ اوچا
دې ټولنې په یوه راپور کې ویلي؛ د افغانستان د شمال فاریاب او جوزجان ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي او د دې هېواد جنوب هلمند، لویدیځ هرات، شمال ختیځ کندوز او ختیځ ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې له بېړني حالت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ويلي، چې د بارانونو کمښت او د واورې ویلې کېدا په افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه نوره هم پراخه کړې ده.
دې ټولنې په یوه راپور کې ویلي؛ د افغانستان د شمال فاریاب او جوزجان ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي او د دې هېواد جنوب هلمند، لویدیځ هرات، شمال ختیځ کندوز او ختیځ ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې له بېړني حالت سره مخ دي.
اوچا ټینګار کړی؛ په افغانستان کې تودوخه له منځنۍ کچې لوړه شوې او په راتلونکو میاشتو کې د لږ باران تمه کیږي، چې دا به د کرنې حاصلات کم کړي.
OCHA ویلي، چې د کرنې د فشار شاخص (ASI) راپور په افغانستان کې هغه سیمې ښیي، چې د نباتاتو وده له نورمال څخه د پام وړ ټیټه ده، چې د وچکالۍ پیل په ګوته کوي.
دې بنسټ زیاته کړې، چې د افغانستان په ډیری برخو کې پرته له ځینو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو څخه، د نباتاتو په ریښو کې د خاورې رطوبت په ټیټه کچه کې دی، چې ډیره د اندېښنې وړ ده.
OCHA ویلي؛ د ځمکې تودوخه په ټول افغانستان کې له اوسط څخه لوړه ثبت شوې پرته له دې، چې د شمال ختیځو ولایتونو ځینې سیمې وي.
د OCHA د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې د ځمکې د تودوخې لوړېدو او له اوسط څخه کښته باران به په راتلونکو میاشتو کې دوام ومومي.
OCHA وایي؛ دا شرایط احتمال لري، چې د اوبو کمښت بحران نور هم زیات کړي او د فصلونو په حاصلاتو کې نور کمښت رامنځته او څړځایونو ته زیان ورسوي.
د OCHA د راپور له مخې؛ د روان کال د مارچ تر میاشتې پورې هغه سیمې، چې د کم باران او د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي له کبله تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي، د افغانستان په شمال کې د فاریاب او جوزجان ولایتونه دي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې له سختې وچکالۍ او کم باران سره مخ دی.
پرله پسې وچکالۍ په ټول هېواد کې د اوبو کمښت رامنځته کړی او په لویو ښارونو کې دې کار ډېر خلک د څښاک اوبو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ کړي دي.
افغانستان هم په وروستیو کلونو کې د سختو سیلابونو سره مخ شوی دی.
افغانستان د اقلیم د بدلون پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی. په داسې حال کې، چې افغانستان د شنو خونو ګازونو په تولید او د نړیوالې تودوخې په برخه کې د پام وړ رول نلوبوي.
