روغتيا
په افغانستان کې د ایدز ناروغي کمه شوې ده – روغتیا وزارت
د عامې روغتیا وزارت چارواکو ويلي؛ په تېرو دوه کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د هڅو او د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ په پایله کې د اچ آی وي په څېر ډېرې ناروغۍ له منځه تللې او یا کمې شوې دي، خو د تشخیص لپاره یې د اسانتیاوو او تجهیزاتو کمښت یوه ستونزه ده.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده ويلي؛ اسلامي امارت ته له جمهوري ریاست څخه ډېرې ستونزې پر میراث پاتې دي؛ خو په تېرو دوه کلونو کې د دغه وزارت د هڅو او د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ په پایله کې د ایدز په څېر ډېرې ناروغۍ له منځه تللي او یا هم کمې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رییس محمد داوود منصوري ویلي؛ په ټول هېواد کې د خدمتونو د پراخولو په لټه کې دي او ډېر پروګرامونه یې تر لاس لاندې دي، خو په دې برخه کې د اسانتیاوو او د تشخیصي وسایلو نشتوالی د دغه وزارت پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ويلي، چې د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۲ زره کسان پهدې ویروس اخته دي او په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کچه ډېره ټیټه ده.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی وايي چې د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې ۱۲ زره کسان په دې ویروس اخته دي او په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کچه ډېره ټیټه ده.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازې میرمن سوریو ویلي؛ اوسمهال دا ناروغي په افغانستان کې په خورا ټیټه کچه کې ده. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې له ۱۲۰۰۰ څخه زیات کسان پر ایدز اخته دي، چې ۱۱۶۲ لویان او ماشومان یې تر درملنې لاندې دي او زمونږ افغان همکاران به ورسره همکاري وکړي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي محمد اختر ویلي؛ سږ کال مونږ د ايدز ناروغۍ پېنځه دېرشمه نړيواله کليزه نمانځو. د ختيځې مديترانې په سيمه کې، چې افغانستان يې هم غړی دی له ۴۹۰ زره خلکو څخه يوازې ۳۸ سلنې يې د ايدز په اړه مالومات درلودل، چې ۲۷ سلنه يې تر درملنې لاندې ول او په سلو کې د ۲۴ کسانو درملنه اغېزمنه وه.
دغه راز په دې ناروغۍ اخته ناروغانو ويلي، چې له نورو روغتیايي ننګونو سره هم مخ دي.
اوسمهال په نړۍ کې ۹.۲ میلیون خلک د اچ آی وي یا ایدز درملنې ته لاسرسی نهلري او هره ورځ ۱۷۰۰ کسان له دې ناروغۍ مري.