تازه خبرونه
په افغانستان کې د ایران د سفیر ماموریت پای ته ورسېد
(Last Updated On: ليندۍ ۲۷, ۱۴۰۱)
په کابل کې د ایران سفارت څرګنده کړې، چې د سفیر بهادر امینیان ماموریت پای ته رسېدلی دی.
دغه سفارت د شنبې پرورځ تویت کړی، چې په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه د بهادر امینيان ماموریت پای ته رسېدلی او هغه به د درې کلنې دندې له پای ته رسېدو سره د عادي دیپلوماتیک طرزالعمل له مخې ایران ته ستون شي.
دغه راز ویل کیږي، چې په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه د بهادر امینيان ماموریت پای ته رسیدلی او هغه به د معمول سره سم د درې کلن خدمت په پای کې د ایران اسلامي جمهوریت ته راستون شي.