تازه خبرونه
په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د جنګي جنايتونو څېړنه پيل شوه
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د بریتانوي ځواکونو لخوا د ملکي افغانانو د وژنې د نویو اړخونو له افشا کېدو وروسته د بریتانیا دفاع وزیر بین والاس څرګنده کړې، چې د هېواد ځانګړي ځواکونه د افغانستان د جنګي جرمونو د څېړنو په مرکز کې دي.
ګاردین ورځپاڼې د یوې بریتانوي موسسې څېړنې خپرې کړي او څرګندوي؛ د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په هلمند کې د بریتانیا د ځانګړیو ځواکونو د ماموریت پر مهال لږ تر لږه ۸۰ افغانان وژل شوي دي.
د بريتانيا دفاع وزارت وايي، چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړیو ځواکونو د نامناسب چلند په اړه څېړنې اوس نازک پړاو ته رسېدلي او د دغه هېواد ځواکونه د افغانستان د جنګي جرمونو د څېړنو په مرکز کې دي.
نوموړی وایي: په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړیو ځواکونو د نامناسب چلند په اړه څېړنه، چې د مارچ په میاشت کې پیل شوې وه اوس یوه نازک پړاو ته رسېدلې ده. دا څېړنه به د دغه هېواد د ځانګړیو ځواکونو پر ضد د تورونو په تړاو ترسره شي.
اسلامي امارت د بهرنیو ځواکونو له لوري د جنګي جنایتونو د څېړنو د پیل هرکلی کوي او څرګندوي، چې په دې برخه کې باید عدالت پلی شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي: که څېړنه بې پرې او عادلانه وي؛ مونږ یې هرکلی کوو، ځکه په تېر کې له خلکو سره ډېر ظلم شوی او که دا څېړنه عادلانه وي، هرکلی یې کوو.
ځينې شنونکي بیا د دې څېړنو پيل ته خوښ دي او وايي، چې د قربانیانو پاتې کسانو ته باید غرامت ورکړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د هلمند ولايت اوسېدونکو د برتانوي ځواکونو له خوا د خپلو کورنيو د غړو د وژل کېدو په اړه څو ځلې شکايتونه کړي دي. په ورته وخت کې له دغو غوښتنو سره سم باید په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو فعالیت په عادلانه ډول وڅېړل شي او د هغو هېوادونو ځواکونه چې جنګي جنایتونه یې کړي باید مجازات شي.