تازه خبرونه
په افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران په افغانستان کې د لارو د بندېدا له کبله بند پاتې شوي وه.
ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی؛ هغه سلګونه پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران، چې نږدې نهه میاشتې په افغانستان کې بند پاتې ول؛ پاکستان ته یې د بېرته ستنېدا بهیر پیل شوی دی.
د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران په افغانستان کې د لارو د بندېدا له کبله بند پاتې شوي وه.
د جمعیت علمای اسلام ګوند د مولانا فضلالرحمان څانګې یو سیمهییز مشر مولانا اعجاز شینواري تائید کړې؛ د پاکستاني موټرچلوونکو او موټرو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شوی او تمه ده، چې ټول به ډېر ژر پاکستان ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې؛ د لارو تړل کېدا نه یوازې دوهاړخیزې سوداګرۍ ته زیان رسولی، بلکې ډیورند فرضي کرښې ته په نږدې سیمو کې یې بېوزلي او بېکاري هم ډېره کړې ده.
ځايي چارواکو ويلي؛ اوسمهال لومړیتوب دا دی، چې په افغانستان کې پاتې ټول پاکستاني وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او له هغه وروسته به دواړه لوري د سوداګرۍ د تدریجي بیاپیل په اړه پرېکړه وکړي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه اړینه سوداګریزه لاره ده، چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته وتړل شوه.
دغه راز د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر به ګړندی کړي.
د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په کورنیو چارو کې ځانګړي سلاکار طارق سعید مروت ویلي، چې په پېښور، چارسده، کوهاټ او هنګو کې د کډوالو د لنډمهالي لېږد مرکزونه اوس هم فعال دي او د پاکستان حکومت ټینګار لري، چې ستنېدونکي دې افغانستان ته د هغوی د کرامت او اساسي حقونو په ساتلو ولېږدول شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال بنسټ د ګډو څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال د سپټمبر له پېنځلسمې د ۲۰۲۶ز.کال د جون تر دیارلسمې پورې له پاکستان څخه له ۲.۵ میلیون ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور په څرګندونو کې، چې یوازې د جون له اوومې څخه تر دیارلسمې پورې ۲۸زره او ۲۸۵ افغان وګړي د تورخم، غلامخان، چمن، بدیني او بهرامچې له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
ویل کیږي، چې دا شمېر د تېرې اوونۍ پر پرتله د کډوالو د بېرته ستنېدا ۱۱ سلنه زیاتوالی او له پاکستان څخه د ایستلو ۲۲ سلنه ډېروالی ښيي.