تازه خبرونه
په افغانستان کې د تېرې شپې زلزله د رښتر پر کچه ۴.۳ درجې وه
د پاکستان د زلزلې د ثبت ادارې خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د تېرې شپې د زلزلې درجه د رښتر پر کچه ۴.۳ وه.
د دغې زلزلې مرکز، چې تېره شپه ۱۱:۱۰ وې؛ د میدان وردګ ولایت اړوند سیمه ښودل شوې ده. د کابل اوسیدونکیو هم دغه زلزله احساس کړې ده.
د پاکستان د زلزلې ثبتولو ادارې د دغې زلزلې ژوروالی ۱۲۰ کیلومتره ثبت کړی دی.
تر اوسه د دغې زلزلې له ځاني او مالي زیانونو څه ویل شوي ندي.
افغانستان یو زلزله ځپلی هېواد دی.
د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د دغه هېواد په سویل ختیځ کې د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۹ درجې زلزلې له زر ډېر کسان مړه او څه ناڅه درې زره کورونه ویجاړ کړي دي.
