تازه خبرونه

په افغانستان کې د جاسوسۍ پر تور ۱۰ چینایان نیول شوي – راپور

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۶, ۱۳۹۹)

د راپورونو له مخې؛ د ملي امنیت عمومي  ریاست په افغانستان کې د جاسوسۍ پر تور ۱۰ چینایان نیولي دي.

د راپورونو پر بنسټ،  دغې لس کسیزې ډلې د پاکستان د استخباراتو پر مرسته په افغانستان کې هڅې کولې.

هندوستان ټایمز راپور ورکړی، چې دغو چینايي اتباعو د چین د استخباراتو له ادارې سره په اړیکه کې ول.

سرچینو هندوستان ټایمز ته ویلي؛ چین له افغان حکومته غوښتي، چې دا قضیه افشا نکړي.

په کابل کې یوه لوړپوړي ډیپلومات هندوستان ټایمز ته ویلي، چې نیول شوي دوه چینایي اتباع له حقاني شبکې سره تړاو لري.

یو له دې چینایي اتباعو د کابل په شیرپور سیمه کې یو رستورانت لري.

هندوستان ټایمز راپور ورکړی، چې یو بل چینایي په کونړ او بدخشان کې د طالبانو، القاعده او ایغور مسلمانانو په اړه معلومات راټولول.

د دغه راپور له مخې، امرالله صالح په دې اړه د چین سفیر ته معلومات ورکړي او له هغه یې غوښتي، چې په دې اړه بښنه وغواړي او ومني، چې د هغه هېواد په افغانستان کې له نړیوال قانون څخه سرغړونه کړې ده.

په راپور کې د امرالله صالح د څرګندونو له مخې ویلي، چې که چین بښنه ونه غواړي؛ نو پر سزا ورکولو به یې لاس پورې کړي.

د دغو راپورونو له مخې، د افغانستان ملي امنیت ریاست د دوی د نیولو پرمهال وسلې، مهمات او نور جرمي وسایل هم موندلي دي.

راپور دا هم په ډاګه کړې، چې دغو نیول شویو چینايانو د پاکستان د استخباراتو پر مرسته غوښتل په افغانستان کې ایغور مسلمان مشران له منځه یوسي.

افغانستان د چین سینکیانګ ولایت سره ګډه پوله لري او ایغور مسلمانان په کې اوسیږي.

په یاد راپور کې راغلي، چې چینايي اتباعو غوښتل د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ یوه جعلي څانګه رامنځته کړي، چې دا غورځنګ تر خپل اغېز لاندې راولي.

Trending

Exit mobile version