Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه

د ډسمبر څلورمه د ناکامورا د مړینې شپږمه کلیزه وه؛ هغه ډاکټر، چې خپل ټول ژوند یې د افغانستان خلکو ته د مرستې لپاره ځانګړی کړی و؛ خو هغه په ​​۲۰۱۹ کال کې د ۷۳ کلنۍ پر عمر له څلور ساتونکو او موټر چلوونکي سره په یوه کمین کې ووژل شو.

خپور شوی

د

د جاپان د آساهي شیمبون ورځپاڼې د راپور مخې؛ په افغانستان کې د ډاکټر ټیټسو ناکامورا له وژل کېدا شپږ کاله وروسته د هغه بشري ماموریت د جذام ناروغۍ له درملنې سره بیا پیل شو.

د ډسمبر څلورمه د ناکامورا د مړینې شپږمه کلیزه وه؛ هغه ډاکټر، چې خپل ټول ژوند یې د افغانستان خلکو ته د مرستې لپاره ځانګړی کړی و؛ خو هغه په ​​۲۰۱۹ کال کې د ۷۳ کلنۍ پر عمر له څلور ساتونکو او موټر چلوونکي سره په یوه کمین کې ووژل شو.

د نوموړي د تلین د نمانځلو پر مناسبت د جذام درملنه؛ د هغه د کار پیل ټکی دی، چې له ۱۵ کلونو وروسته له دې شعار سره بیا پیل شو، چې: “د ډاکټر ناکامورا ټولې پروژې روانې وساتئ او د هغه ټولې هیلې پرمخ بوځئ” د هغه همکارانو د هېواد په ختیځ کې د دې ناروغۍ د درملنې خدمت بیا پیل کړ.

د ټیټسو ناکامورا په یاد د جذام مرکز د نومبر پر لومړۍ په جلال‌آباد ښار کې پرانستل شو؛ یو درې پوړیز شخصي کور ورغول شو، چې اوس د نرینه‌وو او ښځو لپاره د درملنې پېنځه بستره لري.

دا مرکز د فوکوکا میشته غیر انتفاعي ډلې پېښور کای او د ځایي ټولنې پیس جاپان طبي خدماتو (PMS) له‌خوا پرمخ وړل کیږي، چې ناکامورا تاسیس کړی. په دې مرکز کې دوه ډاکټران، درې نرسان او ۱۹ سیمه‌ییز کارکوونکي طبي خدمات وړاندې کوي.

د ملاتړ سیمه‌ییزې ټولنې دفتر ۶۶ کلن رییس چیوکو فوجیتا له پرانیستې مخکې کارکوونکو ته وویل: “د ناروغانو ژوند تاسې پورې لري.”

د دغه راپور له مخې؛ ناکامورا پر ۱۹۸۴ کال د پاکستان په پېښور روغتون کې د جذام څانګې مسوول و او له غرنیو سیمو څخه افغان ناروغان دې روغتون ته د درملنې لپاره راتلل. هغه په ​​۱۹۹۰ کې د ناروغانو د سفري ستونزو له کبله په غریزو سیمو کې کلینیکونه جوړ کړل.

د امنیتي وضعیت له خرابېدا سره په ۲۰۱۰ کې د جذام درملنه وځنډول شوه؛ خو د امنیتي وضعیت له ښه کېدا او د سیمه‌ییز حکومت له غوښتنې سره دا مرکز بیا پرانیستل شو.

فوجیتا زیاته کړې: “زمونږ تمرکز به د ښځینه نرسانو پر روزنه او مهارتونو لېږدولو وي.”

د سیمه‌ییزې ادارې عمومي مدیر ۷۶ کلن ماسارو موراکامي ویلي: “مونږ شپږ کاله زړه نازړه کار وکړ؛ خو اوس مونږ کولی شو درملنه پیل کړو.” د ناکامورا پر نیت غواړو دا ” ژوند ژغورنه” او “د دې رڼا ساتل” خوندي کړو.

ویل کیږي، چې دا مرکز کولی شي د زرګونو خلکو ژوند وژغوري او د ډاکټر ناکامورا بشري میراث خوندي کړي.

تازه خبرونه

افغان او د UNHCR استازو د افغان کډوالو پر خوندي راستنېدا او همغږۍ خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د افغان کډوالو د خوندي او باعزته راستنېدا او له هغوی څخه د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو د وضعیت د ښه‌والي لپاره د افغانستان او UNHCR ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا هم بحث وشو.

دغه راز دواړو لوریو د هغو هېوادونو او بنسټونو د هڅو د همغږي کولو په اړه هم خبرې وکړې، چې په دې برخه کې مسوولیت او لېوالتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او ډې‌کارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو پر همکاریو خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.

Published

on

 

د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو مرستیالې روزمري ډې‌کارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې د کابل او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکاریو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.

همدارنګه په دې خبرو کې د دوحې بهیر د چوکاټ له مخې د راتلونکو تعاملاتو او همکاریو د څرنګوالي په اړه هم نظرونه شریک شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوحې بهیر په چوکاټ کې د راتلونکو ناستو د وخت او موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پنجاب له ګاونډ هېوادونو نه، له ګاونډ ایالتونو ډېر ګواښل کېږي- مریم نواز

مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.

Published

on

 

د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز شریف ويلي، پنجاب د ګاونډ هېوادونو پر پرتله له ګاونډ ایالتونو څخه له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخ شوی دی.

مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.

هغې ویلي:« له ګاونډ هېوادونو څخه پنجاب ته ګواښونه کم دي، خو له ګاونډ ایالتونو څخه ډېر دي.»

نوموړې زیاته کړې، له همدې سیمو څخه پنجاب ته ترهګریز بریدونه کېږي.

پنجاب په شمال او لویدیځ کې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان، په سویل کې له سند ایالت او په ختیځ کې له هند سره ګډې پولې لري.

د پنجاب د اعلی وزیرې دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د پاکستان حکومت تل هند او د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پر رامنځته کولو تورن کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه ادعاوې تل رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد د کورنیو ستونزو له کبله ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!