تازه خبرونه

په افغانستان کې د داعش ګواښ د ځینو هېوادونو غرضي تبلیغ دی – ذبیح الله مجاهد

Published

on

Last Updated on: وری ۱۵, ۱۴۰۲

اسلامي امارت وايي؛ ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د داعش ګواښ ستر وښي او له خپلو تبلیغاتو ګټه پورته کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې که څه هم د داعش فعالیتونه مهار شوي او د له منځه تللیو په حالت کې ده؛ خو ځینې هېوادونه بیا هڅه کوي، چې د دې ډلې شتون په افغانستان کې ستر ښکاره کړي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کوي؛ ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه ستر ښکاره کړي او له دې کار څخه ګټه پورته کړي.

مجاهد که څه هم د کوم هېواد نوم نه اخلي؛ خو زیاتوي، چې داعش ډلې ستر ښکاره کیدل د هېوادونو په ګټه ندي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وایي: ځینې هېوادونه، چې د داعش له هڅو یادونه کوي او یا وايي، چې د داعش فعالیتونه ډېر شوي او شپږ میاشتې وروسته به د نړۍ لپاره یو ګواښ وي. دا له پروپاګند پرته بل څه ندي او مونږ یې ردوو.

هغه زیاته کړې؛ شونې ده، چې همدغه هېوادونه پخپله د دې شومې پدیدې او فتنې د پراخولو لپاره کار وکړي. دوی غواړي، چې داعش یوه لویه پدیده او لوی خطر وښیي او د هغو له شتوالي یې د افغانستان د خلکو او یا د نظام پر ضد ګټه پورته کړي.

مجاهد همدارنګه د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت نه ترلاسه کیدو په اړه ویلي، چې د نړۍ سترو هېوادونو نور اغېزمن کړي او دا  د دې لامل شوی، چې هېوادونه د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت له پاره کار ونه‌کړي.

مجاهد که څه هم وايي، چې د اسلامي امارت او نړۍ هېوادونو ترمنځ تعاملات په رسمي ډول دي؛ خو ټینګار کوي، چې د نړۍ سترو هېوادونو اغېز د دې لامل شوی، چې نور هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت ونه پېژني.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: د نړۍ ټول هېوادونه خپلمنځي نزاکتونه لري؛ که څه هم په خپلو کې اړیکې لري، خوخپل نزاکتونه هم لري. د نړۍ ځواکمن هېوادونه طبعاً پر ټولو هېوادونو او په ځانګړي توګه د درېيمې نړۍ پر هېوادونو اغېز لري، همدا نزاکتونه د دې لامل شوي، چې اسلامي هېوادونه په عمل او اعلان کې اسلامي امارت پر رسميت ونه پېژني.

ځینې سیاسي شنونکي بیا په دې باور دي، چې هېوادونه بیا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په برخه کې د امریکا تر اغېزې لاندې دي او دا امر د دې لامل شوی، چې تراوسه پورې هیڅ یو هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلي.

له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم ویلي وه، چې هېوادونه د امریکا له وېرې له افغانستان سره رسمي تعامل نه‌کوي او همدارنګه امریکا بیا له اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې د دوحې هوکړه نقض کړې ده.

Trending

Exit mobile version