تازه خبرونه
په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کړکېچ د ژورېدا په حال کې دی ـ د خوړو نړیوال پروګرام
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د هلمند، کندهار، بغلان او لوګر په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو سخته(حاده) خوارځواکي بحراني کچې ته رسېدلې او اټکل کېږي، چې دا وضعیت به تر اکټوبر میاشتې نور هم خراب شي. اوسمهال د افغانستان نږدې یو پر درېیمه ولایتونه د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له کړکېچ سره مخ دي، چې دا تر اوسه تر ټولو لوړه ثبت شوې کچه ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کړکېچ نور هم ژورېږي او د بودجې کمښت دې ته اړ کړي، چې د اړتیا تر ټولو حساس پړاو کې خپلې د ژوند ژغورنې اړوند خوړو او تغذیې مرستې راکمې کړي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د هلمند، کندهار، بغلان او لوګر په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو سخته(حاده) خوارځواکي بحراني کچې ته رسېدلې او اټکل کېږي، چې دا وضعیت به تر اکټوبر میاشتې نور هم خراب شي. اوسمهال د افغانستان نږدې یو پر درېیمه ولایتونه د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له کړکېچ سره مخ دي، چې دا تر اوسه تر ټولو لوړه ثبت شوې کچه ده.
د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی، که بېړنۍ مرستې ونهرسېږي؛ سږکال به په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان او ۱.۲ میلیون امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې پر حادې خوارځواکۍ اخته شي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام رییس جان ایلیف ویلي:« د افغانستان په روغتیايي مرکزونو کې د خوارځواکو ماشومانو کمزورې ژړاګانې اورېدل کېږي. په داسې حال کې، چې اندېښمنې میندې د لوږې له کبله کمزورې شوي او خپل ماشومان د درملنې لپاره دغو مرکزونو ته راولي. مونږ د راتلونکي نسل د روغتیا د له منځه تلو شاهدان یوو. آن په داسې فصل کې، چې باید د خوړو د ډېرښت وخت وي. دا دردناکه او د منلو وړ نهده.»
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ پرلهپسې شخړې، بېکاري، د خوراکي توکو د بیو لوړېدا، د بشري مرستو کمېدا، په منځني ختیځ کې د جګړو له کبله د تغذیوي توکو د لېږد ګډوډي او د پاکستان د سوداګریزو لارو تړل کېدا د دې کړکېچ د ژورېدا مهم لاملونه دي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې د بودجې د کمښت له کبله ۱۴۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او له ۱۳زره څخه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له درملنې بېبرخې شوي دي. همدارنګه نږدې یو میلیون میندو او ماشومانو د روان کال د پېنځه میاشتو لپاره له اړینو تغذیوي خدمتونو ګټه نهده اخیستې.
جان ایلیف خبرداری ورکړی، چې افغانستان اوس د نړۍ له تر ټولو سختو خوارځواکۍ کړکېچونو څخه له یوه سره مخ دی او که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي؛ د خوارځواکو ماشومانو او میندو شمېر به نور هم زیات او د ډېرو کسانو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي؛ د راتلونکو شپږ میاشتو لپاره د خپلو تغذیوي پروګرامونو د دوام او پراختیا لپاره ۵۴۰ میلیون ډالرو بېړنۍ بودجې ته اړتیا لري او ټینګار یې کړی، چې له دې مرستې پرته به په افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ نور هم ژور شي.