تازه خبرونه
په افغانستان کې د هیروئینو او شیشې کارول مخ پر زیاتېدو دي – ملګري ملتونه
دې بنسټ یو راپور خپور کړی او څرګندوي؛ تر ۲۰۲۳ پورې نږدې ۲۷ زره کسان، چې ۲ زره ۶۷۰ یې ښځې او ۲ زره ۱۵۰ له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان ؛ پر خطرناکو مخدره توکو روږدي شوي وه.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر اعلان کړی، چې په افغانستان کې د چرسو او اپینو دودیزه کارونه کمه شوې؛ خو هیروئینو او شیشې ت د ورته خطرناکو مخدره توکو کارول زیات شوي دي.
دې بنسټ یو راپور خپور کړی او څرګندوي؛ تر ۲۰۲۳ پورې نږدې ۲۷ زره کسان، چې ۲ زره ۶۷۰ یې ښځې او ۲ زره ۱۵۰ له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان ؛ پر خطرناکو مخدره توکو روږدي شوي وه.
د راپور له مخې: د لوړ خطر لرونکو مخدره توکو کاروونکو نږدې نیمایي رسمي زدهکړې نلري؛ په هرو پېنځه کسانو کې یو یې بېکوره دی او ډېری یې د مخدره توکو د ترلاسه کولو لپاره سخت کار یا جرمي هڅو ته مخه کوي.
راپور دا هم څرګنده کړې، چې تر مطالعې لاندې شاوخوا ۸ سلنه ځواب ویونکو ویلي، چې دوی له ستنې تېرېدونکي مخدره توکو څخه کار اخیستی او له ۷۵ سلنې څخه زیاتو هغو کسانو، چې شریکې ستنې کارولي او ورسره یې د ناروغیو لېږد خطر زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر سیمهییز استازي اولیور سټولپ ویلي: “روغتیایي خدماتو ته لاسرسی، په ځانګړي توګه په لرې پرتو سیمو کې یوه لویه ننګونه پاتې ده؛ ښځې او ځوانان اوس هم په غیر متناسب ډول نشي کولی هغو خدماتو ته لاسرسی ومومي، چې دوی ورته اړتیا لري.”
هغه زیاته کړې، چې دا څېړنه له افغانستان او نړیوالې ټولنې سره د مخدره توکو د مخ پر زیاتېدونکې پیچلې او بدلیدونکې کارونې پر وړاندې د غبرګون ښودلو لپاره اړین شواهد وړاندې کوي.
اسلامي امارت ټینګار کوي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا رسېدو راپدېخوا یې د مخدره توکو پر وړاندې کلکه مبارزه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند آریانا نیوز ته ویلي؛ اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې له همکارۍ پرته له مخدره توکو سره ځواکمنه مبارزه کړې؛ ۹۸ زره عملیات شوي ، چې په کې ۳۸ زره هکتاره ځمکه د مخدره توکو له کښت پاکه شوې ده.
۲۰ زره کارخونې او ۸۵۰۰ تنه مخدره توکي سوځول شوي او ۲۸ زره مسلکي قاچاقچیان نیول شوي دي. له یونیم لک ډېر روږدي نیول شوي او تر درملنې اوروزنې زمینه ورته برابره شوې ده.
هغه ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د مخدره توکو کچه صفر ته رسیدلې او یوازې د مخدره توکو ځینې عصري ډولونه د سیمې له هېوادونو او ځینو اروپایي هېوادونو څخه قاچاق کیږي، چې تر ډېره یې مخه نیول شوې ده.