تازه خبرونه

په افغانستان کې د وضعیت ښه کولو لپاره همغږۍ او اجماع ته اړتیا ده

Published

on

(Last Updated On: زمری ۹, ۱۴۰۱)

چینايي چارواکو ويلي، چې اوس هم په افغانستان کې د وضعیت د ښه کولو لپاره د هېوادونو ترمنځ همغږۍ او اجماع ته اړتیا ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ويلي؛ اړتیا ده، چې هېوادونه د افغانستان چارسمبالی حکومت وهڅوي، چې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وايي؛ د دې وخت رارسېدلی، چې افغانستان له ګډوډ حالت څخه راووځي او پر قانوني او یو مسوول حکومت بدل شي، چې په دې هېواد کې باثباته وضعیت رامنځته شي.

د وانګ يي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان اوس هم له ستونزو سره مخ دی او هېوادونو په ځانګړې توګه د شانګهای غړیو هېوادونو ته په کار ده، چې د يوه منځلاري او ځواب ورکوونکي حکومت په بڼه د ټولګډونه حکومت جوړولو ته زمینه برابره کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په ډاګه کړې؛ چین چمتو دی، چې د شانګهای له ټولو غړیو سره په اوسني ستونزمن حالت کې د افغانستان له خلکو سره په فعاله توګه د ودې او پرمختګ په لاره کې مرسته وکړي.

په کابل کې د چین سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په حواله ویلي، چې چین د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نکوي او نه هم شخصي ګټې او نفوذ غواړي.

سیاسي شنونکي عزیز معارج ویلي؛ له امریکا وروسته چین د نړۍ یو له سترو قدرتونو څخه دی او ظاهراً غواړي په افغانستان کې ستر رول ولوبوي او د امریکا تشه ډکه کړي.

سیاسي شنونکي سید مقدم په دې باور دی، چې چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو د ساتلو تر څنګ خپلې موخې هم څاري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، چین غواړي د افغانستان د کانونو په استخراج کې مهمه ونډه تر لاسه کړي.

سره له دې، چې چین په وار وار په افغانستان کې د ثبات، اقتصادي ودې او ملي یووالي لپاره د خپلو هڅو ډاډ ورکړی؛ خو په پرلپسې توګه یې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د پر رسمیت پېژندلو لپاره د بیجینګ شرایط هماغه دي، چې نړیوالې ټولنه پرې ټینګار کوي.

Trending

Exit mobile version