سوداگري
په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزول شول – په کویټ کې د افغانستان سفارت
په کویټ کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، اقتصادي ظرفیتونو او په هېواد کې د شته پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.
په کویټ کې د افغانستان د سفارت سرپرست محمد شفیق خطیب له عیج خلف، د کویټ له یوه نوموتي پانګهوال او د دغه هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګهوالو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
په کویټ کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، اقتصادي ظرفیتونو او په هېواد کې د شته پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.
دواړو لوریو همدارنګه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د افغانستان او کویټ ترمنځ د پانګونې په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سفارت سرپرست له کویټي سوداګرو او پانګهوالو غوښتي، چې افغانستان ته په سفر کولو سره د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې شته فرصتونه له نږدې وڅېړي او په دې برخو کې پانګونه وکړي.