کوید۱۹

په افغانستان کې د کروناویرس واکسین پلي کولو بهیر ورو شوې

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۴۰۰)

د روغتیا نړیوالې ټولنې پرون چارشنبه د تلې ۱۴ وویل، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس لپاره د واکسین کولو او کتنې بهیر د اګست له میاشتې راپدیخوا ورو شوی.

دې ټولنې زیاته کړې؛ که په افغانستان کې د کرونا واکسین پلی نشي، یو اعشاریه شپږ میلیون کرونا واکسین به تاریخ تېر شي.

دې ټولنې زیاته کړې، چې غواړي د دغې ستونزې د حل لپاره د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې کمپاین پیل کړي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې له افغانستان سره ۵۰ زره د کرونا کتنې تجهیزاتو مرسته کړې او ۱۵۰ زره نور کېټونه به هم مرسته وشي.

دغه راز تېره میاشت په نیمروز ولایت کې د کرونا ویروس یو لابراتوار پرانستل شوی او تېره سې شنبه په کونړ ولایت کې ورته یو مرکز پرانستل شو.

دې ادارې زیاته کړې؛ په پروان، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې هم د لابراتوارونو مرکزونه تر کار لاندې دي، چې له بشپړیدو سره به یې د روغتیا نړیوالې ټولنې په ملاتړ د لابراتوارونو ټول شمېر ۳۶ ته ورسیږي.

د روان کال له اګست میاشتې راپدیخوا د روغتیا نړیوالې ټولنې په ټول افغانستان کې ۳۶۰ روغتیایي مرکزونو ته درمل لیږلي، چې ۳ اعشاریه ۹ میلیون کسانو ته روغتیایي خدماتونه تر سرهشي.

Trending

Exit mobile version