تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا د نوې بڼې د پېژندنې بهیر پیل شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۰)

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د کرونا د نوې بڼې د آزموینې مرکز د پرانستې پر وخت ویلي؛ پر کرونا ویروس له هرو یوولس اخته شویو کسانو څخه اووه یې د دې ویروس نوې بڼه لري، چې باید درملنه یې وشي.

د کرونا د نوې بڼې د آزموینې مرکز کولی شي د کرونا نوی ویروس معالوم کړي، چې پر وړاندې یې مبارزه وشي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي ویلي، چې د کرونا له هرو یوولس مثبتو پېښو اووه یې د دې ویروس نوې بڼه ده او په همدې خاطر د کرونا د نوي ویروس معالومولو مرکز جوړ شوی دی.

دغه وزارت ټینګار کوي، چې د کرونا د درېیمې څپې پر وړاندې چمتووالی نیول شوی او پر وړاندې یې په مبارزه کې ډېر پرمختګ رامنځته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وایي: مونږ د دغه ویروس پر وړاندې د مبارزې مرکز پرانیست، چې پر وړاندې یې مبارزې ته چمتووالی ولرو. په ۱۱ لیدل شویو مثبتو پېښو کې ۷ یې د نوې بڼې دي.    

د کرونا نوې بڼه د نړۍ ډېرو هېواودنو ته رسېدلې، چې د لومړنۍ بڼې پر پرتله چټکه لېږدول کیږي؛ خو د مړینې پېښې یې کمې دي.

د کرونا له ویروس سره د مبارزې مشر ویس مصطفی وایي: د کرونا نوې بڼې د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو ته رسېدلې؛ ډېر ژر له یوه کسه بل ته لېږدیږي؛ خو د لومړۍ بڼې پر پرتله ډېره وژونکې نده.           

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي، چې د کرونا ډېرې مثبتې پېښې په ختیځو ولایتونو کې ثبت شوي او هڅه کیږي، چې پر کارنده مبارزې د ویروس دا بڼه هم له منځه ولاړه شي.

Trending

Exit mobile version