تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۳۱۰۰۰ واوښت
د عامې روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ۷۶۱ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۲۷۱ یې مثبتې وې او په همدومره وخت کې ۱۲ ناروغان مړه شوي او ۱۱۳۰ له رغیدو وروسته کورونو ته رخصت شوی دي.
کرونا وبا اوس په افغانستان کې څوکې ته د رسیدو له پړاوه تېریږي؛ خو د عامې روغتیا وزارت څرګندوي، چې اوس پر دې وبا د اخته کيدو پېښې راټیټې شوي دي.
عامې روغتیا وزارت په تېرو څلیریشت ګړیو کې ۷۶۱ شکمنې پېښې کتلي، چې ۲۷۱ یې مثبتې وې، دا د تېرو اوونیو په تناسب د پام وړ کمی ښیي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور، چې په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۱۲۳۸ ته رسیدلی دی.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت وایي، هره ورځ له ۵ تر ۶ اکسیجن ډبې هغو ناروغانو ته لیږدوي، چې تنفسي ستونزې لري؛ خو خلک په روغتونونو کې د اکسیجن له کموالي شکایت کوي.
د کابل ښۍار یو اکسیجن پلورونکي ویلي؛ په دې وروستیو کې یې کار هومره ندی جوړ لکه تېرو اوونیو کې، چې روان و.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې: له تېرو څلیریشت ګړیو څخه ۱۲ کوویډ ۱۹ ناروغان مړه شوي؛ خو ۱۳۳۰ نور بېرته ښه شوي، چې له دې سره د مړو شویو شمېر ۷۳۳ او د بېرته ښه شویو ۱۳ زره نهه سوه څلور دېرش ته رسیدلی دی.