تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۳۱۰۰۰ واوښت
د عامې روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ۷۶۱ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۲۷۱ یې مثبتې وې او په همدومره وخت کې ۱۲ ناروغان مړه شوي او ۱۱۳۰ له رغیدو وروسته کورونو ته رخصت شوی دي.
کرونا وبا اوس په افغانستان کې څوکې ته د رسیدو له پړاوه تېریږي؛ خو د عامې روغتیا وزارت څرګندوي، چې اوس پر دې وبا د اخته کيدو پېښې راټیټې شوي دي.
عامې روغتیا وزارت په تېرو څلیریشت ګړیو کې ۷۶۱ شکمنې پېښې کتلي، چې ۲۷۱ یې مثبتې وې، دا د تېرو اوونیو په تناسب د پام وړ کمی ښیي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور، چې په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۱۲۳۸ ته رسیدلی دی.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت وایي، هره ورځ له ۵ تر ۶ اکسیجن ډبې هغو ناروغانو ته لیږدوي، چې تنفسي ستونزې لري؛ خو خلک په روغتونونو کې د اکسیجن له کموالي شکایت کوي.
د کابل ښۍار یو اکسیجن پلورونکي ویلي؛ په دې وروستیو کې یې کار هومره ندی جوړ لکه تېرو اوونیو کې، چې روان و.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې: له تېرو څلیریشت ګړیو څخه ۱۲ کوویډ ۱۹ ناروغان مړه شوي؛ خو ۱۳۳۰ نور بېرته ښه شوي، چې له دې سره د مړو شویو شمېر ۷۳۳ او د بېرته ښه شویو ۱۳ زره نهه سوه څلور دېرش ته رسیدلی دی.
تازه خبرونه
د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي
د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمتالله بارکزي بيبيسي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.
هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.
دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
آلمان ۳۰ افغانان کابل ته راولېږل
د «بیلډ» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه افغانان د سېشنبې پر سهار له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شول.
د آلمان حکومت د سېشنبې پر ورځ ۳۰ افغان وګړي په یوه چارټر الوتنه کې له لایپزیګ هوايي ډګر څخه کابل ته راولېږدول.
د «بیلډ» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه افغانان د سېشنبې پر سهار له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شول.
دا د افغان پناهغوښتونکو د جبري بېرته ستنولو په اړه د برلین د پالیسۍ له بدلون وروسته، د افغان وګړو دوهیمه ډلهییزه شړنه ده.
جرمني په وروستیو میاشتو کې د افغانانو د جبري ایستلو بهیر پراخ کړی او پر جرمي دوسیو لرونکو کسانو سربېره یې هغه پناهغوښتونکي هم د ایستلو له ګواښ سره مخ کړي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
له دې مخکې هم ۳۱ افغان پناهغوښتونکي په یوه چارټر الوتنه کې له جرمني څخه کابل ته رالېږدول شوي وه.
-
لوبی5 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه4 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه3 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
نړۍ1 day agoایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
