روغتيا
په افغانستان کې د کوزڼ څلور مثبتې پېښې لرو ـ روغتیا وزارت
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې؛ د روان کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ډېرې یې په کندوز ولایت کې دي.
د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید حاجي وایي: په روان کال کې د ګوزڼ څلور پېښې ثبت شوي، چې درې یې په کندوز او یوه په غزني کې ده.
د کندوز ولایت یو شمېر ډاکټرانو ويلي، چې په وروستیو څو میاشتو کې د ناامنیو له کبله د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر محدود شوی او همدارنګه د روغتیايي کارکوونکیو د کموالي له کبله هم ډېر ماشومان له واکسینه پاتې شوي دي.
په همدې حال کې یو شمېر کابل ښاریان د پولیو په اړه د کورنیو د پوهاوي نشتوالی او د واکسینو په اړه ناسم پوهاوی د دې ناروغۍ د پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه ګڼي.
د کابل اوسیدونکی شاه وامق وایي: د واکسین دوه پړاوونه پای ته رسېدلي؛ خو په لرې پرتو سیمو کې بېوزلي او د واکسین نشتوالی هغه حقیقت دی، چې له شتون څخه یې مثبتې پېښې پاتې دي.
عبدالباري نومی وایي؛ د روغتیایي کارکوونکیو شمېر لږ دی او که کور پر کور وګرزي؛ نو دا ستونزه به له منځه ولاړه شي.
له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې په هېواد کې د محدودو روغتیايي خدماتو، د درملو او روغتیايي کارکوونکیو له کموالي خبرداری ورکړی و.
