روغتيا
په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین فرعي کمپاین پیل شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ويلي؛ نن (دوشنبه د لړم اوومه) د ګوزڼ واکسین د پلي کېدا ملي فرعي کمپاین په کابل، کندهار، هلمند، روزګان، زابل، فراه، لغمان، کونړ، نورستان، ننګرهار او سویل ختیځ، ختیځ، لویدیځ او شمال ختیځو ولایتونو کې پیل شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د پلي کېدا د ملي فرعي کمپاین پیل خبر ور کړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ويلي؛ نن (دوشنبه د لړم اوومه) د ګوزڼ واکسین د پلي کېدا ملي فرعي کمپاین په کابل، کندهار، هلمند، روزګان، زابل، فراه، لغمان، کونړ، نورستان، ننګرهار او سویل ختیځ، ختیځ، لویدیځ او شمال ختیځو ولایتونو کې پیل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړې؛ دغه کمپاین به درې ورځې روان وي، چې په کې به له ۵ کلونو څخه ټیټ عمره شاوخوا ۶ اعشاریه ۲ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.
شرافت زمان د کورنیو له مشرانو، دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل، چې په یادو ولایتونو کې له ۵ کلونو تيټ عمره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د کمپاین په تطبیق کې د وزارت له واکسیناتوران سره همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي زیاتوي؛ په روان کال کې د پولیو کومه مثبته پېښه ثبت شوې نده او دغه وزارت غواړي، چې د ګوزڼ واکسین د پلي کېدا له لارې د دغې ناروغۍ مخه ونیسي.
