تازه خبرونه

په افغانستان کې د ۴جي کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیون واوښت

عنایت‌الله الکوزي په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیون فعال سیم‌کارتونه شته او نږدې ۱۷ میلیون کسان له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.

Published

on

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ويلي، په افغانستان کې د ۴جي خدمتونو د کاروونکو شمېر نږدې ۱۰ میلیون ته رسېدلی دی.

عنایت‌الله الکوزي په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیون فعال سیم‌کارتونه شته او نږدې ۱۷ میلیون کسان له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، نږدې ۱۰ میلیون کسان د ۴جي انټرنېټ له خدمتونو برخمن دي. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا مخکې د ۴جي کاروونکو شمېر لږ څه له دوه میلیونو او د انټرنېټ د ټولو کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیونو کم و.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي پوښښ پراخېدا مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراختیا له لاملونو څخه بللي دي.

Trending

Exit mobile version