سوداگري
په افغانستان کې د ۴۶ میلیون ډالرو پر ارزښت د معیاري لابراتوارونو جوړولو تړون لاسلیک شو
دغه تړون نن چارشنبه( د غويي درویشتمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رییس فیضالله تمیم او د هندي TCRC کمپنۍ د استازي ترمنځ لاسلیک شو.
د معیار او کیفیت ادارې او یوې هندي نړیوالې کمپنۍ ترمنځ په افغانستان کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او تجهیز تړون، چې ارزښت یې له ۴۶ میلیون ډالرو ډېر دی؛ د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شو.
دغه تړون نن چارشنبه( د غويي درویشتمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رییس فیضالله تمیم او د هندي TCRC کمپنۍ د استازي ترمنځ لاسلیک شو.
د تړون له مخې؛ یاد شرکت به په پېنځه کلونو کې د هېواد د مرکز او د افغانستان نهو مهمو بندرونو معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړوي، پرمختللي تجهیزات به نصبوي او شته وسایل به هم ترمیموي.
دغه راز ټاکل شوې، چې د معیار او کیفیت ادارې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره بهرني متخصصان ګوماري او کورني او بهرني روزنیز پروګرامونه به ترسره کوي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د معیارونو له نړیوالې ټولنې (ISO) څخه د کیفیت د معتبرو نړیوالو تصدیقلیکونو ترلاسه کول هم د دې پروژې یوه برخه ده.