روغتيا

په افغانستان کې سلګونه زره ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۴۰۱)

 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي؛ له اته سوه پېنځه اویا زره ډېر ماشومان د مرګ له ګواښ او له ناوړه روغتیايي وضعیت سره مخ دي، د خواړو خوندیتوب هم نلري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف څرګنده کړې؛ څه باندې اته لکه پېنځه اویا زره ماشومان په ناوړه حالت کې ژوند کوي، د خواړو خوندیتوب نلري او ه ناوړه روغتيايي حالته کړېږي.

د یونیسف د راپور په یوه برخه کې راغلي؛ په افغانستان کې اته سوه پېنځه اویا زره ماشومان د مړینې له خطر سره مخ دي. په دغه هېواد کې د یونیسف دفتر د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ د مخنیوي او د هغو هلکانو او نجونو د درملنې لپاره، چې په خوارځواکۍ اخته دي؛ د نړیوالې ټولنې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د اندراګاندي د ماشومانو روغتون مسوولين هم وايي، چې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوى دى.

د اندراګاندي د ماشومانو روغتون رییس محمد حسیب رحمیزی وایي: زمونږ روغتون هر څه، چې لري د ماشومانو لپاره یې کاروي او په دې ولايت کې د روغتيايي آسانتياوو او په هېواد کې د امنيت د نشتوالي له کبله په ماشومانو کې د ناروغیو شمېر زيات شوی؛ نو ځکه ډېر ناروغان دغه مرکز ته مراجعه کوي.

یو شمېر کارپوهان بېوزلي، بېکاري، طبیعي پېښې او وچکالي د ماشومانو د وضعیت د خرابېدو لامل بولي.

د ښځو او ماشومانو د هوساینې مؤسسې مسووله مریم معروف آروین په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې فقر، بې روزګاري، طبیعي پېښو او سختې وچکالۍ په افغانستان کې سلګونه زره ماشومان له ډېر بد حالت سره مخ کړي دي.

میرمن معرف آرویین وایي: دا وضعیت زموږ لپاره د اندېښنې وړ دی او د زلزلې، طبیعي پېښو او وچکالۍ په څیر عواملو د ماشومانو لپاره د کار شرایط سخت او ستونزمن کړي دي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي وه، چې په افغانستان کې شاوخوا لس میلیون ماشومان د کافي خوراکي توکو د نشتوالي له کبله په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي. اسلامي امارت په وار دوی له نړیوالو مؤسسو غوښتي، چې له بشري مرستو سره دې سیاسي چلند نه کوي او د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل  او د دې هېواد له خلکو سره دې مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version