تازه خبرونه
په افغانستان کې سږ کال د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی- ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او جرمونو دفتر څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه د دوی کلنۍ سروې ښیي، چې د کوکنارو حاصلات شاوخوا ۳۲ سلنه کم شوي او ۲۹۶ ټنو ته رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د پنجشنبې د ورځې( د لړم پېنځلسمې / د نومبر شپږمې ) په خپاره شوي راپور کې راغلي؛ د افغانستان په ټولو هغو ځمکو کې، چې کوکنار کرل شوي؛ ۲۰ سلنه کمښت راغلی دی.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او جرمونو دفتر څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه د دوی کلنۍ سروې ښیي، چې د کوکنارو حاصلات شاوخوا ۳۲ سلنه کم شوي او ۲۹۶ ټنو ته رسېدلي دي.
په ۲۰۲۳ کال کې د اسلامي امارت لهخوا د کوکنارو پر کښت د بندیز له اعلان وروسته د پام وړ کم شول؛ خو د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې د کوکنارو کښت شاوخوا ۱۹ سلنه زیات شو.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او جرمونو دفتر په خبرپاڼه کې لیکلي: “په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو کښت ټوله ساحه ۱۰ زره ۲۰۰ هکټاره اټکل شوې، چې د ۲۰۲۴ کال پر پرتله ۲۰ سلنه کمی ښیي (۱۲۸۰۰ هکټاره) او د ۲۰۲۲ کال له بندیز څخه مخکې ثبت شوې کچې څخه د پام وړ ټیټه ده. کله، چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۳۲۰۰۰ هکټاره ځمکه تر کرلاندې وه.”
دغه راز له کمو حاصلاتو سره – سره د وچو اپینو بیه ۲۷ سلنه راټیټه شوه او یوه کیلو ۵۷۰ ډالرو ته ورسېده.
دې دفتر زیاته کړې: “دا د بازار په متحرکاتو کې بدلون ښیي او ممکن په نورو هېوادونو کې د غیرقانوني اپینو د کښت لپاره د هڅو د زیاتوالي لامل شي. د کښت، نرخونو او توقیف په اړه معلومات د نشهیي توکو په بازارونو او په افغانستان او شاوخوا سیمو کې بنسټیز بدلونونه ښیي.”
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او جرمونو دفتر ویلي، چې د مصنوعي نشهیي توکو تولید، په ځانګړي توګه میتامفیټامین له بندیز راپدېخوا زیات شوی دی.
په دې راپور کې راغلي: ” که څه هم د کرنیزو نشهیي توکو په تولید کې کمښت راغلی؛ خو مصنوعي نشهیي توکي د تولید د نسبي آسانتیا، د کشف په برخه کې د ستونزې او د اقلیم د بدلون پر وړاندې د نسبي انعطاف له کبله د تنظیم شویو جرمي ډلو لپاره د سوداګرۍ یو نوی کار و بار ګرځېدلی دی.”
