تازه خبرونه
په افغانستان کې سیلابونو ۳۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د یکشنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې سیلابونو لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه کړي او ۲۰ نور دي.
د افغانستان په ډېرو برخو کې د وچکالۍ پر ګواښ سربېره له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د هېواد په لس ولایتونو ناڅاپي سېلابونه راوتلي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، دغو سېلابونو درانده مالي زيانونه هم اړولي دي.
د هېواد د ختيځ د څلور ولایتونو په ګڼ شمېر ولسوالیو کې له تېرې شپې راپدیخوا د سخت اورښت له کبله سېلابونه راوتلي او خلکو ته يي ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
چارواکي وایي، په ننګرهار او نورستان کې سیلابونو ۷ کسان مړه کړي، چې د درې کسانو مړي اوس هم موندل شوي ندي.
د دغو سېلابونو له کبله د کابل-جلال آباد د لويې لارې په اوږدو کې يو شمېر سيمې اوبو ويجاړې کړي او بل لورته د پنجشير ولايت عمومي لار مه تړل شوې ده.
د هوا پېژندنې ملي اداره اټکل کړې، چې په روانه اوونۍ کې د هېواد له لس ډېر ولایتونه د سختو بارانونو له کبله د سېلابونو له خطر سره مخ دي.
دغه راز د میدان وردګ ولایت په بهسود، دایمیرداد، جلریز، نرخ، جغتو، سیدآباد او چک ولسوالیو کې هم سېلابونو پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
د راپورونو له مخې، دغو سېلابونو په میدان وردګ کې شاوخوا ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او تر ټولو ډېر زیان یې د جلریز ولسوالۍ د سنګلاخ درې اوسېدونکیو ته اړولی دی.
په نورستان، خوست، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او پروان ولایتونو کې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د نشراتو مشر محمد نسیم حقاني ویلي: له وروستيو دوه ورځو راپدیخوا په څو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي، چې مالي او ځاني زیانونه یې اړولي؛ ۱۳ کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي، چې تر ټولو زیات زیان وردګ، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، نورستان، پروان او پنجشیر ولایتونو ته رسېدلی دی. سیمې ته مرستندویې دلې لېږل شوي او ټپیانو ته مرستې رسول شوې دي.
د هواپېژندنې اداره اټکل کوي، چې په روانه اوونۍ کې د مرکزي سيمو په ګډون د هېواد په ختيځو، شمال ختيځو، سویل ختيځو او سویل لویديځو سيمو کې د موسمي سيلابونو خطر شته.
د هواپېژندنې د ملي ادارې د هواحالاتو د ارزونې مدیر محمد جمعه نوروزي ویلي: په شمال ختیځو، ختیځ، سویل ختیځو، سویل او سویل لویدیزو سیمو کې د ځینو مرکزي سیمو په ګډون له سیلابونو سره د سختو بارانونو اټکل شوی دی.
په ننګرهار او پکتیا کې زیانمن شوي خلک د مرستو غوښتنه کوي.
داسې ښکاري، چې افغانستان ته سږکال د طبیعي پېښو له کبله ښه کال ندی؛ ځکه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د مرګونې زلزلې ترڅنګ سیلابونو د ګڼو خلکو سر او مال ته زیان اړولی دی.
