تازه خبرونه

په افغانستان کې سیلابونو ۴۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۵, ۱۴۰۱)

چارواکي وايي، په ۱۲ ولایتونو کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه شوي، ۱۸ ټپيان دي او اووه نور ورک دي.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ سېلابونه تر ډېره په شمالي ولایتونو فاریاب، بغلان او بادغیس کې راوتلي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۱۹ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۲۶۱ کورونه څه نا څه زیانمن شوي دي.

دغه راز ۵۰۰ جریبه ځمکه او څلور لارې ویجاړې او ۱۲۰ څاروي له منځه تللي دي.

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي؛ په دغه ولايت کې سېلابونو ډېر مالي زيانونه اړولي؛ خو کره شمېر يې په ډاګه شوی ندی.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د حکومت مالي او ادارې مرستیال غلام غوث ناصري ویلي، څېړنې روانې دي و له زیانمنو شویو خلکو سره مرستې روانې دي.

د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي، چې ۲۷ ولایتونه د سېلابونو له خطر سره مخ دي او په ځینو ولایتونو کې له ۲۰ څخه تر ۶۰ سانتي مټرو پورې اورښت شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې مشر محمد نسیم مرادي ویلي: د هېواد په اووه ویشت ولایتونو کې د سېلابونو او اورښت اټکل شوی، چې زمونږ د وېبپاڼې له لارې یې د احتمالي خطرونو په اړه معلومات خپاره شول او دا بارانونه تر اوسه وان دي او تر پنجشنبې به روان وي.

د سختو اورښتونو له د کبله بارانونو او سېلابونو راپورونه په داسې حال کې ورکړ شوي، چې د افغانستان لویې برخې د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version