تازه خبرونه

په افغانستان کې سېلابونو ۱۶ کسان مړه کړي

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۸, ۱۴۰۱

د افغانستان په څو ولایتونو کې د سېلابونو ۱۶ کسان مړه او سلګونه کورونه او کرنیزې ځمکې یې ویجاړ کړې دي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت زیاته کړې، چې د هېواد په يوولس ولايتونو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله يوولس کسان ټپيان شوي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارسمبالي غلام غوث ناصري ويلي، له شپږ سوه ډېر کورونه بشپړ یا څه ناڅه ویجاړ شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې سیلابونو کې ١٦٠٠ څاروي له منځه تللي او د کرنیزې ځمکې ٥٠ زره جريبه حاصلات له منځه تللي دي.

دغه راز هغه د پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له سېلاب ځپلیو سره د مرستې ډاډ هم څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version