تازه خبرونه
په افغانستان کې له سېلابونو ۶۳ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي
د افغانستان په دولس ولایتونو کې سېلابونو لږ تر لږه ۶۳ کسان مړه کړي او ۸۱ نور ټپیان دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت چارسمبالی غلام غوث ناصري ویلي؛ په دغو سېلابونو کې څه باندې ٢٢٥٠ د استوګنې کورونه، ١٢٠٠٠ جريبه ځمکه او دوه زره څاروي له منځه تللي دي.
د ننګرهار اوسیدونکي سیداجان ویلي؛ اورښتونو او سېلابونو دېر کورونه ویجاړ کړي دي. د خلکو څاروي یې له منتځه وړي دي. زیانمن کسان مرستو ته اړ دي. دوی ټول بېوسه دي.
د ننګرهار ولایت یو بل اوسیدونکي میر آغا څرګنده کړې؛ دغه سیلابونه د سره رود، مومند درې او ښیوې په ولسوالیو کې راوتلي دي.
دغه راز د هوا پېژندنې ملي ادارې د نورو زیاتو بارانونو او سیلابونو وړاندویېنه کړې هم ده.
د هوا پېژندنې ملي ادارې مشر محمد نسیم مرادي ويلي، چې په هند کې موسمي اورښتونو افغانستان هم اغېزمن کړی، چې په ختيځ، سویل ختيځ، سهیل ختيځ، سویل او مرکزي سيمو کې د اورښت لامل ګرزي.
په داسې حال کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو راپورونه ورکول کېږي، چې د افغانستان لویه برخه د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ ده.
