تازه خبرونه
په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتې افراطي ډلې له ۱۵۰۰۰ غړو سره حضور لري
اندری بلوسوف دا څرګندونې د ډلهییز امنیت تړون ډلې د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو شورا په غونډه کې کړې دي.
د روسیې دفاع وزیر ادعا کړې؛ په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتې بېلابېلې افراطي ډلې له شاوخوا ۱۵۰۰۰ غړو سره شتون لري، چې د منځنۍ آسیا لپاره ګواښ ګڼل کیږي.
اندری بلوسوف دا څرګندونې د ډلهییز امنیت تړون ډلې د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو شورا په غونډه کې کړې دي.
هغه خبرداری ورکړی، چې ګاونډ هېوادونو او له پولو هاخوا ته د دې ډلو د افرادو د نفوذ امکان شتون لري.
د روسیې دفاع وزیر ویلي، چې په ځانګړي توګه په منځني ختیځ کې د فعالو وسلوالو ډلو بهرني جنګیالي افغانستان او د منځنۍ آسیا نورو هېوادونو ته راځي.
روسي چارواکو تل په افغانستان کې د وسلوالو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په هر حال اسلامي امارت دا اندېښنې بې بنسټه ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د چارشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې په دې اړه لیکلي: “په افغانستان کې هیڅ ډول خپلسرې ډلې شتون نلري او د هیچا لپاره خطر نشته. په افغانستان کې د ۲۰ ډلو د شتون مفکوره د امریکایي اشغال پرمهال رامنځته شوه او استخباراتي هدف یې درلود. اوس هیڅوک باید له افغانستان څخه د خطر په اړه اندېښنه ونلري.”
