تازه خبرونه
په افغانستان کې مو مرستې د بودجې د نشتوالي له کبله کمې شوي
د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام د جمعې پر ورځ ( د کب شپږویشتمه ) په ډاګه کړې؛ د بودجې کمښت دغه پروګرام اړ کړی، چې په روانه میاشت کې د افغانستان له څه کم څلور میلیون انسانانو سره د ژوند ژغورنې مرستې کمې کړي.
د خواړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې که بشري مرستې روانې ونهساتل شي؛ په افغانستان کې به خطرناکه لوږه خپره شي او په سلګونه زره نور خلک به د ژوندي پاتې کیدو لپاره مرستو ته اړتیا ولري.
د خواړو نړیوال پروګرام د څرګندونو له مخې؛ د بودجې د ځنډېدو له کبله، لږ تر لږه څلور میلیون خلک به د مارچ په میاشت کې د اړتیاوو یوازې نیمایي برخه ترلاسه کوي. د می په میاشت کې د راتلونکي فصل څخه دمخه د خوراکي توکو زیرمې پای ته رسیدلي او دا په دودیز ډول په کلیو کې د کورنیو لپاره د کال ترټولو سخت وخت دی.
د خواړو نړیوال پروګرام د څرګندونو له مخې؛ د دې ادارې د تمویل کمښت په داسې وخت کې رامنځته کیږي، چې زیانمنونکي افغانان په دې وروستیو کې سخت ژمي تجربه کړي.
دغه پروګرام ویلي، له اقتصادي ستونزو سره یخې هوا په میلیونونو خلک له ناهیلۍ سره مخ کړي دي.
د خواړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د اپریل په میاشت کې له ۱۳ میلیون خلکو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۹۳ میلیون دالرو او د راتلونکیو شپږ میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیون دالرو ته اړتیا لري.
