تازه خبرونه

په افغانستان کې نوي ۳۴۶ او ټول ۲۷۸۷۸ کسان پر کرونا اخته شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې د افغانستان ۳۴۶ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ له تېرې یوې شپې او ورځې راپدیخوا په کابل کې ۲۳۱، په کندهار کې ۲۵، په پکتیا کې ۲۵، په بامیان کې ۱۹، په نیمروز کې ۱۳، په هلمند کې ۹، په روزګان کې ۶، په کندوز۶، په تخار کې ۵، په زابل کې ۴، په نورستان او ننګرهار کې دوه دوه کسان پر کرونا ویروس اخته شوی دي.

له دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۸۷۸ کسانو ته پورته شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې له کرونا ویروس دوه ناروغان مړه شوي او ۳۰۲ نور له روغتونونو څخه کورونو ته رخصت شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه  په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس اخته ۵۴۸ ناروغان مړه شوي او ۷۹۶۲ نور روغ شوي دي.

Trending

Exit mobile version