تازه خبرونه

په افغانستان کې نیول شوي پېنځه بریتانويان خوشي شول

Published

on

د بریتانیا د بهرنیو چارو د ګډو ګټو او پراختیا دفتر یوه ویاند ویلي، مونږ د افغانستان د اوسني حکومت لخوا په دې هېواد کې د نیول شویو پېنځه بریتانويانو له خوشې کېدو هرکلی کوو.

د بریتانیا د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دغو کسانو د بریتانیا د حکومت په کارونو کې هیڅ رول نه درلود او د بریتانیا د حکومت له سپارښتنې پرته یې افغانستان ته سفر کړی و، چې دا یوه تېروتنه وه.

 یاد دفتر د څرګندونو له مخې: د بریتانيا د دغو اتباعو د کورنیو پر استازیتوب مونږ له افغان فرهنګ، دودونو او قوانینو څخه د سرغړونې له کبله بښنه غواړو او د دوی د راتلونکې هوساینې ډاډ ورکوو.

د اسلامي امارت مشرانو تر دې دمه پدې اړه رسمي تبصره نده کړې؛ خو د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست یوه افسر واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې ډېري بهرنیان د جاسوسۍ یا د انسان په قاچاق کې د ښکېلتیا پر تور نیول شوي.

Trending

Exit mobile version