تازه خبرونه
په افغانستان کې وضعیت « د سپټمبر له بریدونو مخکني حالت ته ورته او یا ترې خراب » دی – زرداري
زرداري دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړي او د نړۍ له مشرانو څخه یې د اسلامآباد د شیعیه مسلمانانو پر جومات د برید له کبله له خواخوږیو مننه وکړه.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ویلي؛ په سیمه کې د وسلهوالو ډلو شتون د نړیوالې سولې لپاره ګواښ دی او یو ځل بیا یې د اسلامآباد هغه اندېښنې تکرار کړې، چې پر وینا یې په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو له فعالیتونو» سره تړاو لري.
زرداري دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړي او د نړۍ له مشرانو څخه یې د اسلامآباد د شیعیه مسلمانانو پر جومات د برید له کبله له خواخوږیو مننه وکړه.
په دې برید کې لسګونه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان دي.
د داعش وسلهوالې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ زرداري د نړیوال ملاتړ د غوښتنې تر څنګ ویلي؛ پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی او ټینګار کوي، چې هیڅ یو هېواد په یوازې ځان د دې ګواښ پر وړاندې مقابله نشي کولی.
هغه وایي: « پاکستان له اوږده وخت راپدېخوا پدې دریځ ولاړ دی، چې ترهګري د یوه هېواد لهخوا په یوازې ځان له منځه وړل کېدی نشي.»
نوموړي د پاکستان تجربې ټه نغوته( اشاره ) کړې او وایي: هر کله، چې «ترهګرو ډلو ته له ملي پولو هاخوا ځای، آسانتیاوې یا معافیت ورکړ شي؛ نو پایلې یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بېګناه ولسونه زغمي.»
زرداري ادعا کړې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې وضعیت داسې شرایط رامنځته کړي، چې « له ۹/۱۱ نه مخکې حالت ته ورته یا ترې خراب دي» او وایي: دې وضعیت د سیمې پر امنیتي بدلونونو هم اغېز کړی دی.
اسلامي امارت تل دا ډول تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.